د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو مشر: په پولنډ باندې د روسیې د قصدي برید نښې نه لیدل کېږي 


د ناټو مشر
د ناټو مشر

د ناټو عمومي مشر ینس ستولتنبرګ وايي چې د پولنډ په خاوره باندې دوه لګېدلي میزایل ممکن هغه میزایل وي چې اوکراین د روسیې د برید په ځواب کې د خپلې دفاع لپاره توغولي وو.

ښاغلي ستولتنبرګ نن چهارشنبه نومبر ۱۶ (لړم۲۵) وویل چې په دې اړه تحقیقات روان دي او «باید یې پایلو ته صبر وشي او موږ د کوم قصدي برید نښه» نه وينو.

نوموړي د ناټو په غونډې کې وویل: «زموږ ابتدايي ارزونه ښيي چې دا پېښه د اوکراین د هوايي دفاع د میزایل سیستم څخه د توغول شويو میزایلو له کبله ده چې د روسیې د کروز میزایلو د بریدونو څخه د اوکراین د دفاع لپاره توغول شوي وو.»

د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس، ښاغلي ستولتنبرګ ټېنګار وکړ چې په دې کار کې اوکراین ګرم نه دی. هغه زیاته کړه: «اجازه راکړئ چې ښکاره یي ووایم. دا د اوکراین اشتباه نه ده. مطلق مسئولیت یې د روسیې په غاړه دی ځکه چې هغې د اوکراین په ضد خپله ناقانونه جګړه روانه ساتلې ده.»

د میزایلو په دغه برید کې دوه پولنډیان وژل شوي دي. د پولنډ ولسمشر اندري دوتا ویلي: «ښکاري چې دا میزایل د میزایلو د دفاع لپاره کارول کېږي، په دې مانا چې دا به د اوکراین دفاعي ځواکونو کارولي وي.»

په همدې حال کې ښاغلي ستولتنبرګ وویل چې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له کبله ناټو په لویدیځه برخه کې خپله دفاع قوي کړې ده او هغه دا خبره رد کړه چې ګنې د ناټو د دافع هوا سیستم ناکام دی.

نوموړي وویل چې د ناټو غړي په دې فکر کوي چې اوکراین ته نور امکانات هم برابر کړي چې بلاستیکي میزایل او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه خنثي کړي.

روسیې د روان کال د فبرورۍ په ۲۴ نېټه په اوکراین باندې یرغل پیل کړی دی. ناټو او امریکا دا یرغل غندلی دی او له اوکراین سره یې پوځي او بشري مرستې پیل کړي دي چې د مسکو په ضد دا جګړه وګټي.

XS
SM
MD
LG