د ناټو عمومي منشي انډرز فاغ راسموسین پاکستان ته رسیدلی دی. هغه نن د سیمې د امنیت په ښه کولو کې ددغه هیواد د رول ستاینه وکړه.
راسموسین په قبايلي سیمو کی دپاکستانی قواوو دعملیاتو تعریف وکړ.
هغه د پاکستان د خارجه وزیر سره په خبرو د ناټو او پاکستان د سیاسي او عسکري همکارئ د پراخولو او پیاوړي کولو په باب خبرې وکړي.
راسموسین وویل چې دا اړیکې ډیرې پخې دي او یوازې د افغانستان د مسئلې پورې محدودې نه دي.
انډرز فاغ راسموسین د پاکستان د خارجه وزیر شاه محمود قریشي سره یو ځای په اسلام اباد کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې یو وار بیا دا خبره تکرار کړه چې ناتو به د افغانستان حکومت ته د امنیت د ساتلو د مسوولیت د ورسپارلو نه وروسته هم په دغه هیواد کې د ډیرې مودې پورې پاتې وي.
راسموسین دا خبرې په کابل کی دافغانستان په باب د نړیوال کانفرانس له دایریدو نه یوه ورځ وروسته کولې. د کابل په کانفرانس کې پریکړه وشوه چې ناتو به د کال ٢٠١۴ پورې افغاني قواوو ته د امنیت چارې په بشپړ ډول ور وسپاري.
لویدیځ ملکونه پاکستان، د افغانستان او پاکستان په غرنیو سیمو کې د طالبانو او القاعدې په خلاف په روان جنگ کې خپل یو نژدې او مهم انډیوال گڼي.
د کوم وخت نه چې ٢٠٠١م کال کې د امریکا په مشرئ په افغانستان باندې یرغل وشو، سږ کال په افغانستان کې تشدد د حد نه زیات شوی دی.
د ناټو د سلو نه زیات عسکر یوازې د جون په میاشت کې وژل شوي دي.