د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین شخړه؛ ناټو لویدیځې اروپا ته بېړۍ او جېټ الوتکې استوي 


اوکراین ته انتقالېدونکي پوځي تجهیزات. د امریکا ډیلاور ایالت 
اوکراین ته انتقالېدونکي پوځي تجهیزات. د امریکا ډیلاور ایالت 

د ناټو مشر ددوشنبې په ورځ جنوري ۲۴ (سلواغه څلورمه) اعلان وکړ چې د اوکراین په سرحد کې د روسیې د پوځي حضور په غبرګون کې یو شمېر غړي هېوادونه یې د اروپا لویدیځ ته بېړۍ او جټ الوتکې استوي.

د ناټو په اعلامیې کې د ډنمارک، هسپانیا، فرانسې، هالنډ او متحدو ایالتونو په ګډون د دغه سازمان د غړو هېوادونو له لوري د اضافي سرتېرو او تجهیزاتو داستولو او په دې اړه د فکر کولو د اعلان یادونه شوې ده.

اعلامیه وايي: «ناټو به د خپلو ایتلافیانو د ساتلو او دفاع لپاره ټول ضروري‌ اقدامات روان ساتي چې د ایتلاف د ختیځې برخې تقویه کول هم په کې دي.»

د ناټو مشر ین سټولټنبرګ ویلي دي: «موږ به تل د خپل امنیتي چاپېریال د خرابېدو په وړاندې ځواب وایو چې د ګډې دفاع غښتلي کول هم په کې شامل دي.»

د کرملین ویاند دمتري پسکوف د امریکا متحده ایالتونه او د ناټو ایتلافیان د وضعیت په خرابولو تورن کړي‌ دي.

په همدې حال کې امریکا او بریتانیا په اوکراین باندې د روسیې د بالقوه پوځي اقدام له کبله په کیف کې د خپلو سفارتونو کارکوونکو ته د وتلو لارښوونه کړې ده.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت دا خبر تائید کړ خو په دې اړه یې خواشیني وښوده. د وزارت ویاند اولګ نیکولنګو په خپل ټویټر کې لیکلي‌ دي: «موږ د دپلوماتانو د امنیت او مصئونیت په اړه د بهرنیو هېوادونو حق ته درناوی کوو، خو فکر کوم دا له وخت څخه مخکې اقدام او له حده زیات احتیاط دی.»

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسئول جوزیپ بوریل وویل چې اروپايي ټولنه به د خپلو سفارتونو د کارکوونکو په اړه د امریکا او بریتانیا په څېر اقدام نکوي.

هغه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره تر ملاقات مخکې خبریالانو ته وویل: « موږ به داسې عمل نکوو ځکه چې موږ په [دې اړه] مشخصو دلایلو خبر نه یو، خو وزیر بلینکن به مو خبر کړي.»

روسیې له څو میاشتو راهېسې د اوکراین په سرحد کې شاوخوا ۱۰۰زره عسکر ځای په ځای کړي دي، لویدیځ وايي دا کار په اوکراین باندې د روسیې پوځي یرغل ته لاره هواروي، خو مسکو وايي داسې کوم پلان لري.

د امریکا، ناټو او روسیې استازو تېره اونۍ پر اوکراین خبرې وکړې او د ناټو چارواکو وویل چې دوی نورو خبرو ته هم اماده دي.

روسیې امریکا او ناټو ته خپل امنیتي وړاندیزونه سپارلي چې په ناټو کې اوکراین ته د غړیتوب د نه ورکول هم په کې شامل دي، امریکا او ناټو دا غوښتنه رد کړې ده. همدغه راز په لست کې دا غوښتنه هم شته چې ناټو دې د پخواني شوروي ‌اتحاد د غړو هېوادونو کې پوځي حضور ونلري.

XS
SM
MD
LG