د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: د اوکراین دفاع د دموکراسۍ دفاع ده


د ناټو مشر په مادرید کې د غړیو هیوادونو پارلماني غونډې ته وینا کوله.
د ناټو مشر په مادرید کې د غړیو هیوادونو پارلماني غونډې ته وینا کوله.

د ناټو عمومي منشي ینز سټولټنبرګ د ناټو د غړیو هیوادونو وغوښتل چې د اوکراین سره نظامي ملاتړ ډیر کړي تر څو دا هیواد په اروپا کې د "دموکرتیک، خپلواک او خودمختاره" هیواد په توګه پاتې شي.

ښاغلي سټولټنبرګ دوشنبه نومبر ۲۱ (لړم۳۰) په مادرید کې د ناټو د پارلماني اسامبلې غونډې ته وویل چې د "اوکراین جګړه ډیر احتمال لري یوه ورځ د خبرو اترو په میز پای ته ورسیږي خو پدې هم پوهیږو چې د خبرو اترو نتیجه په بشپړه توګه د جګړې په ډګر کې په ځواک پورې اړه لري".

د ناټو مشر په غړیو هیوادونو غږ وکړ چې د اوکراین د دفاع لپاره لا ډیرې پیسې ولګوي.

هغه دې غونډې ته وویل: " باید په یاد ولرو کوم لګښت چې مونږ یې کوو، اندازه یې په پیسو کیږي خو اوکراین چې کوم قیمت ادا کوي، اندازه یې هره ورځ په ژوندونو او وینې کیږي او دا زمونږ مسؤلیت دی چې د هغوي ملاتړ وکړو."

د ناټو عمومي منشي پخپلو خبرو کې وویل چې د اوکراین دفاع د دموکراسۍ دفاع ده او زیاته یې کړه که د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین ته اجازه ورکړل شي دا جګړه وګټي، "مونږ او تاسو ټول به لوړه بیه ورکړو".

ښاغلي سټولټنبرګ وویل چې په نړۍ کې مستبد رژیمونه به په اوکراین کې د پوتین په بري دې نتیجې ته ورسیږي چې هغوي کولي شي په زور هغه څه چې غواړي یې تر لاسه کړي.

د ناټو دې جګپوړي چارواکي د جګړې په ډګر کې د اوکراین د نظامیانو پرمختګ وستایه خو تر څنګ یې دا خبرداری هم ورکړ چې د "روسیې د نظامي قوت کم ګڼل به غلطي وي".

سټولټنبرګ وویل چې روسیه لا هم د پام وړ نظامي وړتیاوې او ډیر شمیر سرتیري لري او د ډیر شمیر سرتیرو مرګ ژوبلې ته چمتو دی او دا هم غواړي چې د اوکراین ولس په ناوړه توګه زیانمن کړي.

هغه زیاته کړه، "مونږ بې پیلوټه الوتکې او توغندي ولیدل چې د اوکراین په ښارونو او ملکي زیربناوو لګیدل."

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي هم دې غونډې ته د ویډیو کنفرانس د لارې خبرې وکړلې او د ناټو د مالي او نظامي مرستو په اهمیت یې ټینګار وکړ.

ښاغلي زلینسکي د ناټو د غړیو هیوادونو څخه وغوښتل چې پدې سازمان کې د اوکراین غړیتوب ته هرکلی ووایي او هم یې په اتومي بټیو کې د روسیې د ورانکارۍ څخه د خوندیتوب د ضمانت غوښتنه وکړله.

روسیې د روان میلادي کال د فبروري د میاشتې په ۲۴ مې په ګاونډي هیواد اوکراین یرغل وکړ.

XS
SM
MD
LG