د لاس رسي وړ اتصالات

ناتو: د کابل په قصبه کې د تیرې شپې برید ۹ تنه وژلي

په کابل کې د جمعې د ورځې او شپې به دریو بریدونو کې ټول ۵۱ تنه وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان شوي دي.
په کابل کې د جمعې د ورځې او شپې به دریو بریدونو کې ټول ۵۱ تنه وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان شوي دي.

د قاطع ملاتړ ماموریت وایي تیره شپه د دغه ماموریت په یو پوځي مرکز برید کې یو بهرنی پوځي کارکوونکی او د قاطع ملاتړ اته ملکي قراردادیان وژل شوي دي.

د قاطع ملاتړ ماموریت په یو لنډ بیا ن کې پر پوځي مرکز د برید په اړه له زیاتو جزئیاتو او د وژل شوو کسانو د هویت له څرګندولو ډډه کړې ده.

دغه راز، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې تیره شپه لس بجې د کابل د قصبې په سیمه کې د ځانمرګو بریدګرو یوې څلور کسیزې ډلې په دغه سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په یو مرکز برید وکړ، چې د افغان امیتي ځواکونو له‌خوا د بریدګرو په وژلو سره دا برید پای ته ورسید.

د کورنیو چارو وزارت په بیان کې ویل شوي چې په دغه برید کې د بهرنیو ځواکونو د پوځي مرکز لس افغان ساتونکي ټپيان شوي دي.

دا بیان وايي چې لومړی یو ځانمرګي بریدکوونکي له چاودیدونکو توکو څخه ډک موټر ته د بهرنیو ځواکونو د پوځې مرکز د دروازې مخې ته چاودنه ورکړه او پاتې بریدونکو پر دغه مرکز د سپکو او درنو وسلو ډزې پيل کړې، چې له افغان امنیتي ځواکونو سره له نښتې وروسته ووژل شول.

له دغه برید څخه درې ساعته مخکې د کابل ښار د پنځمې حوزې په افشارو سیمه کې د پولیسو اکاډمۍ مخې ته یوه پلي ځانمرګي بریدګر په ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي وچوول.

د پېښې عیني شاهدانو امریکا غږ ته وویل، دغه بریدګر د پولیسو یونیفورم په تن کړی وو او هغه مهال یې په خپل لاسي بکس کې ځای پر ځای شوو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه، چې د پولیسو د اکاډمۍ محصلین دغې اکاډمې ته د ننوتلو لپاره په کتار کې ولاړ وو.

په کابل کې د پولیسو د روغتون نوکریوال ډګروال عبدالرزاق امریکا غږ ته وویل په دې برید کې ۲۷ محصلین وژل شوي.

ډګروال عبدالرزاق وویل "۲۷ محصلین وژل او ۲۱ نور ټپيان دي."

د دغه برید مسؤلیت وسله‌والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.

له دغو دوو بریدونو دمخه د کابل ښار په شاه‌شهید سیمه کې په یو بل ځانمرګي برید کې ۱۵ تنه ملکي افغانان ووژل شول او تر ۴۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د کابل د شاه‌شهید د دریم سړک په دغه برید کې، ځانمرګي بریدګر د چاودیدونکو توکو ډک له یوې لارې څخه په ګټې اخیستنې د ملي اردو د یو مرکز د دیوال د یوې برخې د لړنګیدو سربیره د دغه مرکز شاوخوا ته په لسګونو د استوګنې کورونه، اپارتمانونه، ورکشاپونه او دوکانونه نړولي دي.

ولسمشر غني د شاه‌شهید د پېښې د غندنې تر څنګ تیره شپه د پېښې ځای ته ورغی او په خپله یې د دغې چاودنې له امله پیښ شوی زیان وکوت او هم یې د دغې سیمې یو اوسیدونکي ته چې په برید کې یې د کورنۍ ۵ غړي وژل شوي، د دعا لاس پورته کړ.

افغان حکومت په کابل کې پر ملکي اهدافو د دغه برید د ترسره کولو هدف د ملا عمر د مرګ د خبر له خپریدو وروسته د طالبانو په مشرتابه کې د واک په سر د راپورته شوو لانجو څخه د خلکو د پام اړول ښودلي دي.

په کابل کې د حکومت د مخالفو وسله‌والو وروستیو بریدونو د مدني ټولنې د فعالینو او د عامو خلکو له کلک غبرګون سره مخ شوي دي.

دوی وايي، چې حکومت ته په کار دي ددغو پیښوعاملینو ته سزا ورکړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG