د لاس رسي وړ اتصالات

ڼاټو طالبانو ته: په افغانستان کې پاتې کیږو


د ناټو عمومي منشيد ناټو د سرمشریزې وړاندې خبري کنفرانس ته په وینا کې د دغې سرمشریزې په اړه معلومات ورکړل.
د ناټو عمومي منشيد ناټو د سرمشریزې وړاندې خبري کنفرانس ته په وینا کې د دغې سرمشریزې په اړه معلومات ورکړل.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرگ، د ناټو د سرمشریزې د پیل وړاندې خبري کنفرانس ته په وینا کې طالبانو ته په خطاب کې وویل، چې ناټو به په افغانستان کې پاتې شي او د افغان ځواکونو د روزنې، مشورې او ملاتړ ماموریت ته به دوام ورکړي.

ټاکل شوې د ناټو د غړو هیوادونو سرمشریزه نن د چهار شنبې په ورځ ( چنګاښ ۲۰ مه) د بلجیم په پایتخت د بروسل په ښارکې جوړه شي.

دا سرمشریزه به د پنجشنبې په ورځ به پای ته ورسیږي.

د ناټو د چارواکو د وینا له مخې ټاکل شوې، د افغانستان په اړه به د دغې ټولنې د غړو هیوادونو مشران د پنجشنبې د ورځې په غونډه کې خبرې وکړي.

دا چارواکي وايي په دې غونډه کې به د ۲۰۲۰ کال وروسته د افغان امنیتي ځواکونو سره د دغې ټولنې د مرستو په دوام هم خبرې وشي.

ناټو له وړاندې ویلي، چې افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او مشورې لپاره به افغانستان ته شاوخوا درې زره روزونکي واستوي.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرگ، خبریالانو ته وویل، چې په افغانستان کې به د دغې ټولنې غیرې نظامي مامور یت چې ناټو یې د روزنې او مشورې ورکولو ماموریت بولي، افغانستان ته د مالي ملاتړ سره یوځای دوام ومومي.

هغه وویل، په افغانستان کې د ثبات د ټینګیدو لپاره دا ډول مرستو دوام ته اړتیا ده.

ښاغلي ستولتنبرگ وویل " طالبانو ته زما پیغام دادی، چې هغوی د جګړې په ډګر کې بریالیتوب نه شي ترلاسه کولی، خو که چیرې هغوی خبرو ته حاضر شي لاس ته راوړنه به یې ډیره وي".

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره په جلا جلا الوتکو کې بروسل ته رسیدلي دي.

د افغانستان جمهوري ریاست د یو خبر له مخې جمهور رئیس غني په بروسل کې نن له غرمې مخکې د ناروې د صدراعظمې میرمن ایرنا سولبرګ سره کتلی دي.

د ارګ اعلامیه وایی، په کتنه کې دواړو مشرانو د دوه اړخیزه همکاریو د پراختیا، دسیمه‏ ییزو مسایلو، انکشافي پروژو، د امنیت د تامین او د سولې پروسې په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د ناروې صدراعظمې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې د ملاتړ ترڅنګ د جمهور رئیس له لوري د اوربند د نوښت د قدردانۍ ترڅنګ وویل، هېواد یې د اوبو د مدیریت او د سولې د مذاکراتو په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د ارګ د اعلامیې له مخې جمهور رئیس غني د ناروې صدراعظمې ته ویلي، په حکومت کې د رهبرۍ په بېلابېلو برخو او د سولې په پروسه کې ښځې رول لري او د سولې مذاکره کوونکي پلاوي کې به هم ښځو ته مهمه ونډه ورکړل شي.

د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره د دغې ټولنې د غړو هیوادونو د حکومتونو مشران بروسل ته ورغلي دي.

XS
SM
MD
LG