د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سرتیري درې بهرني پوځیان ټپیان کړل


په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت مطبوعاتي دفتر وايې چې د کندهار په ولایت کې د عامه نظم یو پولیس د ناټو پر کاروان برید کړی.

ناټو په اعلامیې کې ویلي چې دغه پیښه د دوشنبې په ورځ سپتمبر ٢٣ له غرمې وروسته شوې چې په کې د عامه نظم د پولیسو یو سرتیري په کندهار کې د بهرنیو پوځیانو پر کاروان ډزې کړي او درې سرتیري یې ټپیان کړي دي.

د ناټو په وینا د قاطع ماموریت د دریو ټپیان شویو سرتیرو ژوند په خطر کې ندی او زیاتوي چې "د ناټو سرتیرو په متقابلو ډزو کې بریدگر وژل شوی او پیښه د افغان امنیتي شریکانو سره تر څیړنې لاندې ده."

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي د امریکا غږ اشنا رادیو ته وويل چې پېښه نن مازیګر د کندهار د هوايي ډګر په هغه برخه کې شوې چې افغان او نړیوال عسکر ګډ پکښې حضور لري.

د هغه په وینا برید کونکی د افغان پوليسو یونیفارم اغوستی وو او د برید پر مهال وژل شوی، خو یو امنيتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې برید ګر د عامه نظم د پوليسو سرتیری و او په هوايي ډګر کې يې پر بهرنیو عسکرو ډزي کړي دي.

په پیښه کې د نړیوالو عسکرو د مرګ ژوبلي په اړه مستقل معلومات ندي ورکړل شوي، خو په جنوب کې د قاطع ماموریت د مطبوعاتي دفتر مسئول جګړن ټامس د امریکا غږ اشنا رادیو ته د پیښې په تائیدولو ویلي چې په پېښه کې یوازي برید کونکی وژل شوی او بهرنیو سرتیرو ته هیڅ مرګ ژوبله نده اوښتې.

بلي خوا طالبانو ادعا کړې چې برید کونکی پوليس د دوی نفوذي کس و او په برید کې يې ګڼو نړیوالو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده. طالبانو د خپلې ادعا د ثبوت لپاره شواهد ندي ورکړي خو تل د دا شان پیښو مسؤلیت په غاړه اخلي او د مرګ ژوبلې ادعا کوي.

XS
SM
MD
LG