د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: وروستیو عملیاتو کې د طالبانو مشران نیول شوي


ناټو: وروستیو عملیاتو کې د طالبانو مشران نیول شوي
ناټو: وروستیو عملیاتو کې د طالبانو مشران نیول شوي

ناټو وایي چې افغان او ایتلافي ځواکونو د سه شنبې په ورځ د طالبانو پر خلاف د پوځي عملېاتو په نتېجه کې د افغانستان په څو ولایتونو کې یې سر ته ورسول، د طالبانو دوه تنه مشران نیولي دي او شاید چې د طالبانو یو تن مشریې وژلی وي.

ناټو وایي د طالبانو کوم قوماندان چې ایتلافي ځواکونو په قندهارکې نېولی دی، په جنوبي ولایتونو کې یې د طالبانو د مختلفو هستو ترمنځ د اړېکو ساتلو مسوولیت په غاړه درلوده،

او گومان کېږي چې نوموړي د بمونو په جوړولو او د سړو په تښتولو کې هم لاس درلوده.

ناټو وایې چې د طالبانو یو بل مشر یې د کندوز په ولایت کې نیولی دی.هغه به د ایتلافي ځواکونو پر خلاف د حملو لپاره راکټونه او ماینونه اخیستل.

ناټو وویل گومان کوي چې د طالبانو یو مهم قومندان یې په هوایې حملې کې د ننگرهار په ولایت کې وژلی وي. ناټو د رېپوټونو په حواله وايې چې وژل شوی قوماندان د ننگرهار د ولاېت په یوې ولسوالۍ کی د ایتلافي ځواکونو پر خلاف د ځان وژونکو حملو مسوولیت په غاړه درلوده.

XS
SM
MD
LG