ناټو د روسیې د سرغړونو په ځواب کې پولنډ ته د خبرداري ورکولو الوتکه استوي

ناټو وايي چې د روسیې د پوځ لخوا د پولنډ د هوایي حریم نه د سرغړونو په ځواب کې پولنډ ته د لومړنیو خبرداریو لپاره یوه څارونکې الوتکه استوي.

د ناټو ویاندې الیسن هارټ وویل چې د هوایي خبرداریو او د کنټرول په سیسټم د سمبالې الوتکې د استولو پرېکړه د دوشنبې په ورځ په یوه غونډ کې وشوه او متحدینو وویل چې "له پولنډ سره بشپړ پیوستون لري."

هارټ وویل: "دا یوه خطرناکه پېښه وه او روسیه یې بشپړ مسؤلیت په غاړه لري."

د ناټو ایتلاف د وېبپاڼې له مخې، دا الوتکه د ۱۰ کیلومترو په ارتفاع کې فعالیت کولی شي او د ناټو قوماندانانو ته دا وړتیا ورکوي چې د ۴۰۰ کیلومترۍ په شاوخوا کې فضا وڅاري.

هارټ وویل چې په اروپا کې د ناټو د متحدینو لوړپوړي قوماندان او د امریکا د هوایي ځواکونو جنرال الیکسس ګرینکویچ هم دا څېړي چې په پولنډ او نورو ځایونو کې د ناټو "مخنیوي او دفاعي دریځ" ته په کتو، پولنډ ته اضافي تجهیزات ولېږي که نه.

د پولنډ د دفاع وزارت وویل چې دوی د ناټو غونډې ته ویلي چې روسیې په تدریجي ډول ډېر خطرناک اقدامات کړي او ناټو باید د خپل ختیځ اړخ په اوږدو کې د هوايي دفاع وړتیاوې پیاوړې کړي.

د پولنډ د وسله والو ځواکونو د اوپراسیون قوماندانۍ د سه‌شنبې په ورځ د روسیې له خوا د یوې نوې سرغړونې راپور ورکړ او ویې ویل چې یوه بې‌پیلوټه الوتکه د لنډ وخت لپاره د دغه هېواد هوایي حریم ته ننوتلې وه. پوځ وویل چې دوی خپل د هوايي دفاع سیسټمونه فعال کړي او د هوایي حریم خوندي کول یې لومړیتوب دی.

​
XS
SM
MD
LG