د لاس رسي وړ اتصالات

په ترکیه کې د ناتو غونډه په بیلابیلو گواښونو باندې متمرکزه وه


جنرال دیمپسي وایي چې ترکیه د گواښونو په وړاندې جدي نقش لوبوي.
جنرال دیمپسي وایي چې ترکیه د گواښونو په وړاندې جدي نقش لوبوي.

د ناتو جگپوړي غړي هیوادونو پوځي چارواکي د ترکیې په کوربه توب درې ورځنۍ غونډه وکړه چې یکشنبې یې وروستۍ ورځ وه. په دې غونده کې د ناتو اته ویشت غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت نه نیولي بیا د ناتو په ختیځو متحدینو باندې د روسیې د تجاوز په هکله بحث وشو.

د ترکیې په استامبول ښار کې راټول شوي دغه پوځي مشران یقناً په ناتو باندې په سوریې او عراق کې د داعش له خوا گواښونه هم ځیړي.

د متحده ایالاتو لوی درستیز امریکا غږ ته وویل "زه هیځ کله هغوی ته نه وایم چې یو گواښ تر بل یو ډیر مهم دی. زه غواړم چې اطمینان ترلاسه کړم چې دوی ومني او تصدیق کړي چې بیلا بیل گواښونه موجود دي."

جنرال دیمپسي د ترکیې د دفاع وزیر او د ناتو د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو سره په گډه کار کوي چې د تندلارو د ماتولو لپاره لارې چارې پیدا کړي.

ښاغلي دیمپسي وویل "زه د ترکیې نقش د هغو مسلو په درک کولو کې ډیر مهم گڼم چې مونږ ورسره مخامخ یو."

د داعش په وړاندې جگړه
د جگړې غږونه د ترکیې جنوبي دروازې ته رسیدلي چیرې چې شاو خوا دوه میلیونه سوري خلک په هیواد کې د تاوتریخوالې نه تښتیدلي او ترکیې ته یې پناه وړې ده.

منتقدین وایي داعش د ترکیې او متحده ایالاتو ترمنځ د اختلافاتو نه گټه اخیستې ده. په واشنگتن کې د بروکنز په ځیړنیز انستیتوت کې ځیړونکی مایکل اوهنلون وایي د سوریې د مسلې په اړه چې څومره ویل کیږي یا نه ویل کیږي، د دغې ستونزې په تیرو څو کلونو کې یو دلیل یې د متحده ایالاتو او ترکیې ستونزمنې اړیکې دي.

ترکیه په دې وروستیو کې د متحده ایالاتو او متحدینو د گټو لپاره گامونه پورته کړې دي.

ترکیې په جولای میاشت کې لومړی د متحده ایالاتو د جنگي الوتکو لپاره د انجیرلیک اډه پرانستله او وروسته بیا د یاغیانو په وړاندې د ائتلاف ځواکونو په هوایي عملیاتو کې یې برخه واخیستله.

د 'جنگي هیوادونو راتلونکي' په نوم د یو نوي کتاب لیکوال، اوهنلون وایي د ترکیې په نظر حکومت یې د داعش د یاغیانو پاځون او خپل سرحد که تجهیزاتو تیریدو په گډون یو شمیر نا مناسبه بهیر زغملی دی، ځکه چې په انقره کې چارواکي لیواله دي چې په سوریې کې د بشارالاسد رژیم له منځه لاړ شي.

په داسې حال کې چې ترکیه او متحده ایالات دواړه غواړي چې په سوریې کې د بشارالاسد حکومت له منځه لاړ شي، اوهنلون وایي ترکیه مایوسه شوې ده چې د اوباما حکومت په دې اړه هیځ هم نکوي.

د ترکیې اقدام

ترکیې په دې وروستیو کې د متحده ایالاتو او متحدینو د گټو لپاره گامونه پورته کړې دي. لومړی ترکیې په جولای میاشت کې د متحده ایالاتو د جنگي الوتکو لپاره د انجیرلیک اډه پرانستله او وروسته بیا د یاغیانو په وړاندې د ائتلاف ځواکونو په هوایي عملیاتو کې برخه واخیستله.

متحده ایالات هڅه کړې ده چې په تدریجي ډول د سوریې حکومت مخالفه منځ لارې جنگیالي په وسلو سمبال کړي چې د داعش په وړاندې جگړه وکړي، خو د دې عملیاتو سرعت چې د اسد ضد ځواکونه وروزي او تجهیز کړي دومره سوکه و چې دغه جنگیالي د جگړې نه دمخه یا به ژر ووژل شول یا به ونیول شول.

ښاغلی اوهنلون وایي"مونږ ځیني ځایونه بمباروو او د بریا تمه لرو. دا کومه خاصه گټوره تگلاره نه ښکاري. د ترکیې او متحده ایالاتو اړیکې کې همکاري سمه ښکاري خو په داسې یو ستراتیژي باندې همکار دي چې یو ناکامه ستراتیژي بلل کیدی شي."

متحده ایالات وایي په عراق کې د مشرتابه د مسلې نه نیولې بیا په سوریې کې د با اعتباره شریکانو تر کموالي پورې یو شمیرعوامل شته چې داعش یې په دې سیمه کې فعال ساتلی.

د یاغیانو له خوا د گواښ کمول کیدای شي څوکلونه وخت نیسي ځکه چې د جنرال دمسپي په گډون، جنرالان وایي دا جگړه د تاکتیک له نظره له ستونزو سره مخامخ شوې ده.

XS
SM
MD
LG