د لاس رسي وړ اتصالات

طبعي پېښو په افغانستان کې ۵۰ تنه مړه کړي دي


په تخار ولایت کې د سرو زرو معادن
په تخار ولایت کې د سرو زرو معادن

د طبیعي پیښو سره د مبارزې چارواکي وايي، په تیرو دوو اونیو کې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې ۴۹ تنه په طبیعي پښو کې مړه شوي دي.

د طبیعي پیښو سره د مبارزې لپاره د دولت د وزارت ویاند حشمت بهادري امریکا غږ ته وویل، چې ددغو ۴٩ قربانیانو له ډلې نه ۴٧ تنه یې د بدخشان ولایت، یو یې د تخار او بل یې د پروان ولایت اوسیدونکي وو.

ښاغلي بهادري وویل چې دغه کسان "د ډبرو د ښوییدو، د کان د ښوییدو او د واورې د ښوییدو" له امله د بدخشان ولایت په مختلفو ولسوالیو کې تلف شوي دي.

د طبیعي پیښو سره د مبارزې د دولت وزارت وايي، چې په دغو پیښو کې ۱۶ تنه ژوبل شوي او یو شمیر نور بې درکه شوي دي. دا وزارت وایي په دغو طبیعي پیښو کې ۲۸ کورنه ویجاړ شوي او په بدخشان کې ۱۲۰ کورنۍ هم نورو سیمو ته په کډه شوي دي.

د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې په تیرو شاوخوا دوو اونیو کې واورې او بارانونه شوي چې له امله یې د سالنګ د لارې په ګډون په یو شمیر مرکزي ولایتونو او بدخشان کې د ولایتونو د مرکزونو سره نښلیدلې لارې بندې شوي وې.

افغانستان د تیرو دریو کلونو راهیسې په پرله پسې ډول د وچکالۍ تر اغیز لاندې دي. ملګري ملتونه وايي، چې روانې وچکالۍ په ۲۲ ولایتونو کې د خلکو پر ژوند اغیزه کړې او له یو شمیر ولایتونو څخه یې تر ۲۵۰ زرو پورې خلک نورو سیمو ته کډه کولو ته اړ کړي دي.

د افغانستان د کرهڼې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د واورو او بارانونو اورښت د وچکالۍ د ختمیدو هیلې پیدا کړي دي. د افغانستان د هوا پیژندنې ملي اداره وايي، چې د سلواغې په روانه میاشت کې په یو شمیر ولایتونو کې د واورو او باران د اورښت امکان شته دی.

XS
SM
MD
LG