د لاس رسي وړ اتصالات

نوازشریف: اعدام مې کړئ، خو په شا کیږم نه


د پاکستان پخواني صدراعظم د لندن نه په یوې مطبوعاتي وینا کې اعلان کړیدی چې د جمعې په ورځ به پاکستان ته بیرته ځي.

ښاغلی نوازشریف چې د پاکستان یوې محکمې ورته د اداري فساد په تور د لسو کلونو د بند سزا اورلې ده، پخپله وینا کې په سختۍ وویل چې د بند او یا هم د اعدام کیدو نه، نه ویریږي او اوس به په شا نشي.

د وینا په وخت د نواز شریف لور مریم هم د هغه سره خوا ته ناسته وه. مریم نواز ته هم محکمې د ٧ کلونو د بند سزا اورولې ده.

د سزا نه وروسته دواړو سمدستي اعلان وکړ چې پاکستان ته به بیرته ورځي او د سزا خلاف به عریضه کوي. د یادونې وړ ده چې د نوازشریف میرمن کلثوم بیگم دا وخت په روغتون کې بستري ده او ټوله کورنۍ یې د هغې سره دي.

نواز شریف چې د پاکستان په پوځ تور لگوي چې په انتخاباتو کې د خپلې خوښې د نتایجو کوښښونه کوي، وویل چې هدف یې د رایو احترام په ځای کول دي، او همدغه یې علت دی چې پاکستان ته بیرته ورځي.

نوازشریف د پاکستان پوځ ته په اشاره وویل " پخوا به مو ویل چې په ملک کې دننه یو بل ملک دی، خو اوس دغه ملک زمونږ د ملک دپاسه راغلی دی، او مونږ د انگریز د غلامۍ نه ازاد شول نو اوس د خپلو په غلامۍ کې یو"

نواز شریف دا هم وویل چې د هغه د قضیې پریکړه محکمې نه بلکه 'بل چا' کړیده.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG