د لاس رسي وړ اتصالات

اندرابي: آی ایس آی طالبان په افغانستان کې جګړې ته هڅوي


د ملي امنیت سرپرست نن د ولسي جرګې غونډې ته وویل چې په تیرکال کې یې د وسله والو مخالفانو پلانونه شنډ کړي دي.
د ملي امنیت سرپرست نن د ولسي جرګې غونډې ته وویل چې په تیرکال کې یې د وسله والو مخالفانو پلانونه شنډ کړي دي.

ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ ، په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره د دغه هیواد امنیتي چارواکي د دې جرګې عمومي غونډې ته وربللي وو.

د ولسي جرګې په دې غونډه کې، د کورنیو چارو سرپرست وزیر تاج‌محمد جاهد،‌ د دفاع وزارت لوی درستیز قدم شاه شهیم او د ملي امنیت د ریاست سرپرست مسعود اندرابي، د وکیلانو پوښتونو ته ځوابونه وویل.

د ولسي جرګې اکثرو غړو په خپلو ویناوو کې د امنیتي چارواکو پر کړنو کلکې نیوکې وکړې او د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه یې اندېښنې څرګندې کړې.

د افغانستان د ملي امنیت د ریاست سرپرست مسعود اندرابي وکیلانو ته په خپله وینا کې وویل، که څه هم تیرکال افغان امنیتي ځواکونو د وسله‌والو مخالفینو بریدونه په شا وتمبول او د هغوی زیات پلانونه یې شنډ کړل، خو وسله‌والې مخالفې ډلې هڅه کوي چې سږکال هم په سیاسي او پوځي برخو کې خپلو وسله‌والو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

هغه وویل "د آی ایس آی استخباراتي سازمان له دوي څخه مطلق ملاتړ کوي، دوی د جګړې خورولو ته هڅوي، افغانستان ته یې په تګ او د عملیاتو دوام او هغو ارمانونو ته هڅوي چې د افغانستان د اراضۍ نیول دي، چې انشالله ورته رسیدلی نشي."

د ملي امنیت د ریاست سرپرست زیاته کړه، سره له دې چې په تیر کال کې د داعش ډله د افغان امنیتي ځواکونو له خوا ځپل شوې، خو بیا هم دا ډله هڅه کوي چې په افغانستان کې خپلو وسله‌والو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

ښاغلي انداربي وویل تیر کال یو شمیر ځانګړي استخباراتي مرکزونه جوړ شوي، چې له مخې یې د عملیاتو ترسره کولو لپاره ښه همغږي رامنځ ته شوې او زیاته یې کړه، چې په روان کال کې به افغان ځواکونه له دفاعي حالت څخه رابهر شي او بریدکوونکی حالت به غوره کړي.

په همدې توګه د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر تاج‌محمد جاهد وکیلانو ته وویل، هغه په دې وزارت کې نوی ګمارل شوی نو د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه بشپړ معلومات نه لري.

خو د دفاع وزارت لوی درستیز قدم شاه شهیم ولسي جرګې ته وویل، ټاکل شوې چې په روان لمریز کال کې د درېو امنیتي ارګانونو په ګډون د 'شفق' په نوم شپږ میاشتني عملیات د افغانستان په ناامنو سیمو کې پیل کړي.

هغه وویل "د شفق د عملیاتو پلان درې عمده هدفونه تعقیبوي، د سیمو ساتنه، د دښمن پر مهمو اډو او مرکزونو پریکنده چاڼیز عملیات او په پای کې د افغانستان په ټولو سیمو کې د دښمن له اکمالاتي او مواصلاتي لارو په مټ د هغوی د مانورو د وړتیا له منځه وړل شامل دي."

جنرال شهیم زیاته کړه، چې دا مهال د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د 'ظفر' په نوم د افغان امنیتي ځواکونو چاڼیزعملیات دوام لري.

دغه رزا، د ولسي جرګې لومړي مرستیال حاجي ظاهر قدیر د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پر سیاست نیوکه وکړه او وې ویل، چې دغه هیواد له یوې خوا د سولې د ټینګولو ژمنې کوي خو له بلې خوا د ډیورنډ کرښې ته نږدې د افغانستان د خاورې لاندې کولو هڅو ته دوام ورکوي.

هغه وویل، د پاکستان دا کړنې به د وسله‌والو مخالفینو په تجهیز او پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

د ولسي جرګې د دې غونډې په پای کې پریکړه وشوه، چې د دغې جرګې د کمیسیونونو او امنیتي ارګانونو په ګډون یو ګډ پلاوی هغه سیمې له نږدې وارزوي، چې پاکستاني ځواکونو په کې د افغانستان خاوره لاندې کړې ده.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال وویل، د پلاوي له ارزونو وروسته که چیرې افغان امنیتي چارواکي ګرم وپېژندل شي، له هغوی سره به قانوني چلند وشي.

پر ملي شورا د توغندیو لګېدل

د امنیتي چارواکو او وکیلانو تر منځ د سوال او ځواب پر مهال، د افغانستان د ملي شورا پر نوې ودانۍ شاوخوا څلور توغندي ولګېدل.

خو د کابل امنیې قوماندانۍ امریکا غږ ته وویل، د توغندیو شمیر یو و، چې چاته یې زیان اړولې نه دی.

دا پېښه د ولسي جرګې د غړو له تُند غبرګون سره مخ شوه او امنیتي چارواکي یې د کابل او ولایتونو د امنیت په ټینګولو کې بې وسه وګڼل.

طالبانو ددې برید مسئولیت په غاړه اخیستی.

XS
SM
MD
LG