د لاس رسي وړ اتصالات

نبیل:دکندز د سقوط مخنیوي کې له پاتې راتلو بخښنه غواړو


ولسي جرګې د نن غونډې ته د افغانستان د امنیتي سکټور چارواکي او د سیمه ایزو ارګانونو رئیس وربللي وو
ولسي جرګې د نن غونډې ته د افغانستان د امنیتي سکټور چارواکي او د سیمه ایزو ارګانونو رئیس وربللي وو

د طالبانو له خوا د کندز د نیولو په دریمه ورځ نن د ولسي جرګې غړو د افغانستان د امنیتي ادارو او د سیمه ایزو ارګانونو چارواکي دغې جرګې ته د افغان امنیتي ځواکونو څخه د دغه ولایت د لاسه وتلو د عواملو د معلومولو لپاره دغې جرګې ته ورغوښتي دي.

د ملي امنیت د رئیس رحمت الله نبیل په غوښتنه د بندو دروازو تر شا ددغې غونډې د جوړیدو دمخه جنرال نبیل د افغان امنیتي ارګانونو په استازیتوب د کندز د سقوط له امله د افغانستان له خلکو بخښنه وغوښته.

ښاغلي نبیل وویل " د هیواد د امنیتي او دفاعي سکټور په استازیتوب داچې مونږ و نه شو کولای چې د کندز له فاجعې مخنیوی وکړو د وکیل صاحبانو د افغانستان له خلکو او د کندز له خلکو بخښنه وغواړو ".

کله چې د ملي امنیت رئیس طالبانو لاس ته د کندز دورتللو په باب په خبرو پیل وکړ، د پارلمان له غړو یې د غونډې د سري کیدو غوښتنه وکړه چې د رایو په اکثریت ومنل شوه او غونډه د رسنیو د استازو د ګډون پرته دبندو دروازو شاته جوړه شوه.

د نننۍ غوندې په سرکې یو شمیر وکیلانو د کندز د امنیتي وضعیت په باب خبرې وکړې د افغان حکومت له لاسه د دغه ښار د لاسه وتلو اغیزې یې د کندز په ګاونډیو ولایتونو موثرې وبللې وې ویل چې که حکومت په وخت لاس په سر نه شي نو د درې څلورو نورو شمالي ولایتونو د سقوط احتمالات هم خورا زیات دي.

د کندز یوې استازې شکریه پیکان د افغان حکومت هغه ادعا چې افغان امنیتي ځواکونه کندز ته رسیدلي نا سمه وبلله وې ویل چې د هوایي ډګر او بالاحصار پرته نو په ټول ښار باندې طالبان حاکم دي.

میرمن پیکان وویل "وایي چې مونږ پوځي قطعې استولي دي په بشپړه توګه دروغ وایي، یو څه ځواکونه یې استولي دي د کندز او چهارشنبې تیپې کې بند پاتې دي طالبانو پرې برید کړی دی، پرته له دغې کندز ته هیڅ ډول قوه نه ده تللې ".

د ولسي جرګې ځینو نورو غړو د افغان امنیتي ځواکونو له لاسه د کندز د وتلو علت د ملي یوالي د مشرانو کمزوري وګڼله وې ویل چې د کندز د ولایتي چارواکو ترمنځ اختلاف د خلکو او د کندز د اوسیدونکو ترمنځ د فاصلو د رامنځ ته کیدو سبب شوی چې د همدې له امله د کندز په ښار کې یو شمیرکسانو د اختر په ورځوشپو کې طالبانو ته په خپلو کورونو کې ځای ورکړ او په نتیجه کې دا ښار د طالبانو لاس ته ورغی.

د ولسي جرګې غړو چې په ډیرو سختو ټکو د ملي یووالي په حکومت انتقادونه وکړل او حتی د ولسي جرګې له نورو غړو یې وغوښتل چې د اساسي قانون د ۶۹ مادې له مخې چمهوررئیس مواخذه کړي.

د کندز په ښار کې په اکثرو ځایونو کې د طالبانو وسله وال پیري کوي او د جکړې له ویرې خلک ددغه ښار څخه په تیښته کې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې د طالبانو لاس ته دکندز د لویدلو راوروسته تراوسه دوه سوه ټپیان د کندز په ښار کې د ایم ایس ایف روغتون ته وروړل شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز امریکا غږ ته وویل چې شل مړي هم دغه روغتون ته وروړل شوي دي.

د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب په باب د یوناما اندیښنه

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو هئیت دفتر یوناما په یو بیان کې په کندز کې د ملکي وګړو د ژوند د خوندیتوب په اندیښنه ښودلې او په جګړه کې د ښکیلو خواوو غوښتي دي چې د ملکي وګړو ژوند خوندیتوب ته پاملرنه وکړي او د نړیوالو بشري حقونو درناوی وکړي.

یوناما په دغه بیان کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نیکولاس هیسم له خولې لیکلي چې هغه د طالبانو له خوا د کندز د ښار د نیولو وروسته ملکي وکړو ژوند د خوندیتوب په ډیر اندیښمن شوی دی.

ښاغلي هیسم ویلي " په کندز باندې د طالبانو د برید وروسته زه د کندز د طالبانو په باب په ژوره توګه اندیښمن یم ".

ښاغلي هیسم د روغتیایي کارکوونکو په ګډون د صحرایي وژنورپوټونه، سړي تښتونې، روغتیایي خدمتونو په برخه کې محدودیتونو وضع کول، او د ښار څخه بهر ته د خلکو په وتلو بندیزونه د اندیښنې وړ مسایل بللي دي.

د یوناما بیان وایي چې په کندز کې روانې جګړې تر سلو پورې مرګ ژوبله پیښه کړې ده.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دفتر همداشان اندیښنه ښودلې چې کیدای شي دا شمیر نور هم زیات شي.

یومانا وایي تر شپږ زرو پورې کسانو د جګړې له ویرې له کندز څخه تیښته کړې ده.

کندز لپاره د طالبانو د نومول شوي والي د وژلو ادعا

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په یو بیان کې ویلي چې د کندز لپاره د طالبانو نومول شوی والي مولوي سلام تیره شپه په ۹ بجو د کندز د هوایي ډګر سره نږدې په یو هوایي برید کې چې د دغه ریاست له خوا همغږې شوې وه د خپل مرستیال او پنځلس طالبانو سره چې په دغه ولایت کې د حارث په نوم د پاکستان د لشکر طیبه د ډلې مشر هم په کې شامل دی وژل شوي دي.

د ملي امنیت ریاست ویلي چې حارث د پاکستان د پنجاب د ایالت اوسیدونکی وو.

د ملي امنیت ریاست وایي چې مولوي سلام د کندز لپاره د طالبانو د عمومي قوماندان چارې هم سرته رسولې.

طالبانو تراوسه د ملي امنیت د ریاست د دغې ادعا په باب رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG