د لاس رسي وړ اتصالات

نبیل: راتلونکې ۶میاشتې د افغانستان د بقا لپاره مهمې دي


ولسي جرګې د شنبې په ورځ د افغانستان د دریو امنیتي ادارو چارواکي د امنیتي وضیعت د ارزونې لپاره دغې جرګې ته ورغوښتي وو.
ولسي جرګې د شنبې په ورځ د افغانستان د دریو امنیتي ادارو چارواکي د امنیتي وضیعت د ارزونې لپاره دغې جرګې ته ورغوښتي وو.

د افغانستان د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل وایي چې راتلونکې شپږ میاشتې د افغانستان د بقا لپاره خورا زیات اهمیت لري او دا ځکه چې مخالف وسله وال د ډیرو سیمو د نیولو نیت لري چې ورسره کیدای شي د افغانستان امنیتي وضیعت لا خراب شي.

نن د شنبې په ورځ د افغانستان د ولسي جرګې غړو د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل د کورنیو چارو وزیر جنرال نورالحق علومي او د ملي دفاع د وزارت د اوپراسیون رئیس جنرال افضل امان ددغې جرګې غونډې ته د امنیتي وضعیت د خرابیدو په باب د پوښتنو لپاره ورغوښتي وو.

دې غونډې ته د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل په خپلو خبروکې په راتلوونکي کې د افغانستان د امنیتي وضعیت د لا خرابیدو وړاندوینه وکړه خو وې ویل چې افغان امنیتي ځواکونو د حالاتو د کابو کولو لپاره پوره تابیا نیولې ده.

ښاغلي نبیل وویل " وکیل صاحبانو زما وظیفه دا ده تر کومه حده چې زما د وظیفې لایحه اجازه راکوي تاسو ته حقایق ووایم زه تاسو ته وایم چې په راتلوونکو میاشتو کې زمونږ مشکلات نور هم زیاتیږي د مختلفو دلایلو له مخې او دا په دې معنی نه دي چې ستاسې امنیتي ځواکونه به ددغو ګواښونو د دفع کولو لپاره ګوندې چمتووالی ونه لري پوره چمتووالی نیول شوی خو ترټولو مهمه زمونږ او ستاسو یووالي ته اړتیا ده".

د افغانستان د ملي امنیت رئیس راتلونکې شپږ میاشتې د افغانستان لپاره خورا مهمې میاشتې یادې کړې وې ویل چې دښمن نیت لري چې زیاتې سیمې له افغان امنیتي ځواکونو څخه ونیسي او ددې کار لپاره ډیر ځانګړي پلانونه لري.

ښاغلي نبیل وویل " دا ډیره څرگنده وه وکیل صاحبانو تاسو تل دا ویل او مونږهم ویل چې ۲۰۱۵ کال زمونږ د بقا کال دی یا د کال پاتې شپږ میاشتې زمونږ او ستاسې د بقا میاشتې دي ".

د افغانستان د ملي امنیت رئیس د خپل ریاست او د پاکستان د استخباراتو د ادارې آی ایس آی ترمنځ د تفاهم لیک د لاسلیک په هکله د وکیلانو د پوښتنو د ځوابولو په وخت وویل چې تراوسه دا تفاهم لیک لاسلیک شوی نه دی.

رحمت الله نبیل وویل چې د تفاهم لیک د لاسلیک دمخه به د دغه تفاهم لیک مسوده به په پنځه پړاونو کې ترتیب شي.

هغه وویل چې پخپله جمهوررئیس محمد اشرف غني د دغې مسودې د ترتیبولو مسولیت په غاړه لري.

چې د ملي امنیت د شورا له خوا د غور وروسته به د افغانستان ولسي جرګې او د بانفوذو سیاسي او ټولنیزو شخصیتونوسره پرې د سلامشورو وروسته دې دا سند د خپل پاکستاني سیال سره لاسلیک کړي.

ښاغلي نبیل وویل " روانه اونۍ به لومړنۍ مسوده چې پخپله یې جمهوررئیس رئیس صاحب مدیریت کړی د ملي امنیت د شورا ټولو غړو ته د بحث لپاره وړاندې شي ".

د افغانستان د ملي امنیت رئیس وویل چې دا هغه وخت دا سند چې د دغو بحثونو په نتیجه کې مسوده یې وروستۍ بڼه واخلي لاسلیک کړي.

هغه وویل چې که د مسودې په متن کې بدلون راځي او که نه منل کیږي دا به د همدغو بحثونو په ترڅ کې څرګنده شي.

د افغانستان د ملي امنیت رئیس د ملي شورا په ودانۍ باندې د تیرې دوشنبې د ورځې د برید په باب هم وکیلانو ته معلومات ورکړل وې ویل چې تراوسه د افغانستان په پارلمان شپږ ځلې د بریدونوتابیا نیول شوې چې مخالف وسله وال یوازې د دوشنبې په ورځ وتوانیدل چې دا برید ترسره کړي.

هغه وویل چې نور بریدونه د ملي امنیت د ریاست د کارکوونکو لخوا هدف ته تر رسیدو دمخه شنډ شوي دي.

د ملي امنیت رئیس له وکیلانو وغوښتل چې په دې مسله او یولړ نورو امنیتي مسلو دې ورسره د بندو دروازو شاته خبرې وکړي.

وروسته د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي غونډې ته وویل چې د دغې جرګې درې اړوند کمیسیونونه به د ملي امنیت رئیس سره په دغو مسلو خبرې وکړي او وکیلان به بیا ولسي جرګه ته د ملي امنیت د رئیس سره د خپلو خبرو نه خبره کړي.

دغې غونډې ته د کورنیو چارو وزیر او د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون رئیس هم د افغانستان د امنیتي وضیعیت په باب د وکیلانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

XS
SM
MD
LG