د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت: ډير ژر به له طالبانو د سمنګان د بریدونو غچ واخلو


د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، ډير ژر به له وسله والو طالبانو څخه د سمنګان ولایت د پروني برید غچ واخلي.

ملي امنیت نن سې شنبه جولای۱۴(چنګاښ۲۴) په یوې اعلامیې کې ویلي چې افغان ځواکونه او جنګي قطعې د تیارسئ په حالت کې دي.

د دغه ریاست اعلامیه زیاتوي:"د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د سمنګان ولایت د ډله ییزو بریدونو په ځواب کې، د خپلو ځواکونو ټولې عملیاتي او جنګي قطعې تیارسی حالت ته راوستي، دي او ډير ژر به د طالبانو او د دوی د بهرنیو ترهګرې ډلې وځپل شي او له دوی څخه به د پرونیو بریدونو غچ واخیستل شي."

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست ویلي چې هیڅ کله به د خپلو سرتیرو قربانۍ هیري نه کړي.

د ملي امنیت ریاست اعلامیه وايي چې طالبانو په دې وروستیو کې بریدونه زیات کړي چې په وینا یې د نورو بهرنیو وسله والو ډلو ترڅنګ په ځانګړي ډول د القاعده شبکې په مرسته یې پلان او پلې کوي.

دغه ریاست وايي چې طالبان د سولې هوکړې ته ژمن دي او په وینا یې د سولې په اړه یې د افغان حکومت ښه نیت بابیزه ګڼلی دی.

پرون دوشنبه د سمنګان ولایت مرکز ابیک کې د ملي امنیت عمومي ریاست پر ودانۍ د وسله والو طالبانو په موټر بم او ډله ییز برید کې ۱۱ تنه ووژل شول او ۶۳ نور ټپيان شول.

د دغه برید مسؤلیت طالبانو په غاړه واخیست.

بلخوا د وسله والو طالبانو دغه برید د ولسمشرۍ ماڼۍ، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د ملي مصالحې عالي شورا لخوا هم غندلی شوی دی.

زلمي خلیلزاد ویلي چې د سمنګان برید د تاوتریخوالي کمولو په اړه د طالبانو د ژمنو خلاف عمل دی او هغه یې غندلی دی.

خلیلزاد ویلي چې ورته بریدونه د هغو کسانو سره مرسته کوي چې سوله نه غواړي.

تیره ورځ د ملي مصالحې عالي شورا هم د سمنګان برید سولې ته د رسېدو په لار کې د خنډ په توګه یاد کړ.

د یادې شورا په اعلامیه کې د ډاکټر عبدالله عبدالله له قوله راغلي:"دا ډول بریدونه د بین الافغاني خبرو اترو د تعهداتو خلاف، د تاوتریخوالي کمولو او په هېواد کې د سولې راوستلو پر وړاندې خنډ دي."

XS
SM
MD
LG