د لاس رسي وړ اتصالات

سمنګان کې د طالبانو موټر بم او ډله ییز برید ۱۱ تنه وژلي ۶۳ ټپیان دي


د سمنګان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ایبک کې د ملي امنیت پر ریاست موټر بم او ډله ییز برید کې ۱۱ تنه وژل شوي او ۶۳ نور ټپيان شوي دي.

دغه موټر بم چاودنه نن دوشنبه جولای۱۳(چنګاښ۲۳) سهار ۱۱ بجې د ملي امنیت ریاست او ښاروالۍ ودانۍ مخته رامنځته شوه.

د سمنګان والي عبدالطیف ابرهیمي امریکا غږ ته وویل چې په دغه چاودنه کې تر دا مهاله ۱۱ تنه وژل شوي او ۶۳ نور ټپیان شوي دي.

هغه وویل چې په وژل شوو کسانو کې ۱۰ تنه د ملي امنیت منسوبین او یوه مېرمن شامله ده، د نوموړي په وینا په ټپيانو کې اته ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي.

د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي هم امریکا غږ ته وویل چې تر موټر بم وروسته یو شمېر وسله والو پر دغه ریاست برید وکړ چې له افغان ځواکونو سره تر څو ساعته نښتې وروسته ووژل شول.

نوموړي د بریدګرو شمېر درې تنه وښود چې په وینا یې د دوو تنو جسدونه یې پيژندل شوي دي.

پر همدې مهال د سمنګان د روغتیا رئیس ډاکټر خلیل مصدق امریکا غږ ته وویل چې د پېښې له ځای دوی ته ۶۳ تنه ټپیان وروړل شوي چې ۱۰ یې امنیتي سرتیري او پاتې ملکي وګړي دي.

هغه وویل چې په ټپیانو کې یوه مېرمن او دوه ماشومان هم شامل دي.

د سمنګان د روغتون ډاکټرانو د لسو تنو ټپیانو روغتیايي حالت خراب بللی دی.

د دغه موټر بم برید مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی. د دغه ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټر لیکلي چې تر موټر بم چاودنې وروسته جګړه روانه ده.

د سمنګان ولایتي شورا وايي چې د موټر بم چاودنې له امله د ملي امنیت ریاست او ښاروالۍ ودانۍ تخریب شوي دي.

XS
SM
MD
LG