د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت: کابل کې د داعش یوه دیارلس کسیزه شبکه نیول شوې


ملي امنیت ریاست کابل کې د داعش د ډلې د دیارلس کسیزې شبکې د نیولو نیټه نه ده څرګنده کړې.
ملي امنیت ریاست کابل کې د داعش د ډلې د دیارلس کسیزې شبکې د نیولو نیټه نه ده څرګنده کړې.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه ریاست کارکوونکو د کابل په ښار کې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې یوه دیارلس کسیزه ډله چې د دغې ډلې بهرني غړي هم په کې شامل دي نیولې ده.

د ملي امنیت ریاست په اعلامیه کې ویل شوي چې دغې ډلې غوښتل چې د کابل په ښار کې یوه لوی برید ترسره کړي.

که څه هم د افغانستان ملي امنیت ریاست د دغې دیارلس کسیزې ډلې د نیولو نیټه نه ده څرګنده کړې، خو په دې وروستیو دوو اونیو کې داعش ډلې په کابل کې د دوو ځانمرګو بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی دی.

په دغو دوو بریدونو کې یو یې د کابل ښار د شش درک په سیمه کې د ملي امنیت د ریاست یو دفتر سره نږدې شوی وو، چي له امله یي شپږ تنه ووژل شوي وو.

د داعش د ډلې بل برید د تبیان په فرهنګې مرکز کړی وو، چې له امله یې ۵۲ تنه وژل شوي او تر ۹۰ نور ټپیان شوي وو.

د ملی امنیت د ریاست په اعلامیه کې ویل شوي چې د داعش دغې ډلې کابل ته د داعش د ځانمرګو په راړولو او ورته د امکاناتو په برابرولو کې هم لاس درلود.

دا اعلامیه وايي چې دغې شبکې غړو چې بهرنیان هم په کې شامل دي، د افغانستان دننه او بهر اړیکې هم لرلې.

تراوسه د داعش ډلې د افغانستان د ملي امنیت ریاست دغې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG