د لاس رسي وړ اتصالات

افغان او بهرنیو ځواکونو د 'القاعدې قوماندان عمر خطاب' وژلی


ملي امنیت ریاست ویلي، چې په ګډو عملیاتو کې د القاعدې ډلې ۲۸ وسله‌وال ژوندي نیول شوي دي.
ملي امنیت ریاست ویلي، چې په ګډو عملیاتو کې د القاعدې ډلې ۲۸ وسله‌وال ژوندي نیول شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په یو بیان کې ویلي، چې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې، د القاعدې ډلې یو مهم قوماندان عمر خطاب له خپلو لسګونو وسله‌والو سره وژل شوی دی.

په بیان کې راغلي، چې دغه عملیات په غزني، زابل او پکتیا ولایتونو کې د ملي امنیت د ځانګړو قطعاتو، ملي اردو او غوڅ ملاتړ ځواکونو له خوا ترسره شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي، چې په دغو عملیاتو کې د عمر خطاب په ګډون د القاعدې ډلې اتیا وسله‌وال وژل شوي او پنځه پټن‌ځایونه يې له منځه وړل شوي دي.

د دغه ریاست د معلوماتو پر بنسټ، د القاعدې ډلې یو شمیر نور مهم غړي لکه، قاسم مشهور په خرم کیاني، حسن حمزه، جنید او د دغې ډلې نظامي مسئول مصطفی هم په وژل شوو کسانو کې شامل دي.

ملي امنیت ریاست ویلي، چې په ګډو عملیاتو کې د القاعدې ډلې ۲۸ وسله‌وال ژوندي نیول شوي دي.

د بیان له مخې عمر خطاب، چې په عمر منصور هم شهرت درلود، د هند په نیمه وچه کې د دغې ډلې له رهبر عاصم عمر څخه وروسته تر ټولو لوړ پوړی قومندان دی، چې په افغانستان کې وژل کیږي.

د ملي امنیت ریاست د معلوماتو له مخې، د القاعدې غړي له ۲۰۱۵ کال راهیسې د افغان دولت او نړیوال ایتلاف په ضد جګړه کې مهم رول لوبولی او همداشان په مختلفو برخو کې یې له وسله‌والو طالبانو سره مرستې کړې دي.

په افغانستان کې د القاعدې ډلې د فعالیتونو او پر ضد یې د عملیاتو په اړه، په وروستیو کلونو کې رسنیو ته کم معلومات ورکول کیږي.

خو تیره اونۍ په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن خبریالانو سره د خبرو پر وخت، د طالبانو او القاعدې تر منځ د همکاریو د پيل په اړه څرګندونې کړې وې.

د ښاغلي نیکلسن پر وینا، د القاعده شبکې غړي له وسله‌والو طالبانو سره خپلې تجربې شریکوي او هغوی ته له ځانګړو وسلو څخه د استفادې او د ماینونو د جوړولو روزنه ورکوي.

XS
SM
MD
LG