د لاس رسي وړ اتصالات

نبیل: له آی ایس آی سره تفاهم‌ لیک لا نهايي شوی نه دی


د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون رحمت الله نبیل وربللی و چې له آی اس آی سره د شوي تفاهم لیک په اړه معلومات ورکړي.
د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون رحمت الله نبیل وربللی و چې له آی اس آی سره د شوي تفاهم لیک په اړه معلومات ورکړي.

د افغانستان د ولسي جرګې هغه استازي، چې نن یې د ملي امنیت د رئیس رحمت‌الله نبیل سره د بندو دروازو تر شا خبرې وکړې، وايي، چې ښاغلي نبیل ورته ویلي چې له آی اس آی سره شوی تفاهم لیک لا نهايي او عملي شوی نه دی.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون ښاغلی نبیل ور بللی و چې، د دغه تفاهم لیک په اړه ورته معلومات او وضاحت ورکړي.

د ولسي جرګې غړې شکیبا هاشمي امریکا غږ ته وویل، چې د ملي امنیت رئیس وايی، دا تفاهم‌لیک لا تراوسه لاسلیک شوی هم نه دی.

میرمن هاشمي وویل "ټاکل شوې ده، سبا ته د ملي امنیت د شورا سلاکار د ولسي جرګې عمومي غونډې ته را وغوښتل شي او د دغه تفاهم لیک په باب په اړه ورڅخه توضیحات وغوښتل شي، او بیا به یې په اړه ولسي جرګه پرېکړه کوي."

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت ریاست په یوې اعلامیې کې له آی اس آی سره د شوي تفاهم لیک په باب توضیحات ورکړي دي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې، تفاهم لیک هغه مهال عملي او مشروع کیږي، شي چې پنځه پړاونه ووهي.

د ملي امنیت په اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر دې د تفاهم‌لیک کاري چوکاټ، صلاحیتونه او حدود وټاکي.

د دولت د اړوندو ارګانونو، لخوا د تفاهم لیک د متن تسوید او تدقیق، د ملي امنیت شورا په غونډه کې د تفاهملیک پر مسودې بحث، د سیاسي مشرانو، جهادي رهبرانو او د خلکو د منتخبو استازو په ګډون د ملي اجماع لپاره مشورتي بحث او د پاکستان ته د تفاهملیک د متن سپارل، هغه پړاونه ښودل شوي، چې د افغانستان او پاکستان د استخباراتي همکاریو تفاهم لیک ته مشروعیت بخښي.

XS
SM
MD
LG