د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت: پر سیاف مو د برید پلان شنډ کړ


Centre-ville de Libreville au Gabon pour la CAN 2017, le 12 janvier 2017 (VOA/Timothee Donangmaye)
Centre-ville de Libreville au Gabon pour la CAN 2017, le 12 janvier 2017 (VOA/Timothee Donangmaye)

د افغانسنتان د ملي امنیت ریاست په کابل کې یوه درې کسیزه تروریستي ډله نیولې، چې د دعوت اسلامي د ګوند پر مشر عبدالرب رسول سیاف یې د برید پلان درلود.

د ملي امنیت د ریاست ویاند حسیب صدیقي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، د املي امنیت ځواکونو د حقاني شبکې یو قوماندان له دوو نورو کسانو سره نیولي، چې پر پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف یې د برید تابیا نیولې وه.

د ملي امنیت د ریاست ویاند د نیول شوو بریدګرو د ځای او وخت یادونه و نه کړه خو و یې ویل" د کابل د ملي امنیت ریاست د منصبوبینو د یو ځانګړي عملیاتو په پایله کې یوه تروریستي شبکه، چې د جهادي رهبر استاد عبدالرب رسول سیاف د ترور پلان یې درلود، ونیوله".

حسیب صدیقي زیاته کړه چې د دغه برید اصلي سمبالوونکی د حقاني شبکې قوماندان قاري حمیدالله وو، چې د برید لپاره یې وسلې، مهمات او چاودیدونکي توکي د پغمان ولسوالی په ارغندې سیمه کې ځای پر ځای کړي وو.

د ملي امنیت د ریاست ویاند وویل "نوموړي دا چاودیدونکي توکي د قدیر په نوم یو دویم کس ته سپارلي وو او هغه دا مواد یو دریمګړي کس په کور کې، چې عبدالظاهر نومیږي ځای پر ځای کړي وو، موږ دا دریم کس ونیو".

دا لومړی ځل نه دی، چې پر عبدالرب رسول سیاف د برید پلان د شنډيدو خبر ورکول کیږي.

له دې مخکې هم د ملي امنیت ریاست څو ځلې د استاد سیاف د ترورو د مخنیوي خبر ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG