د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت د پارک پلس په مېلمستون د برید طراحان نېولي


تیره میاشت د پارک پلس په میلمستون په برید کې ۱۴ تنه چې ۹ یې بهرنیان وو، وژل شوي وو
تیره میاشت د پارک پلس په میلمستون په برید کې ۱۴ تنه چې ۹ یې بهرنیان وو، وژل شوي وو

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د کابل په کلوله پشته کې د پارک پلس د شوي ترهګریز برید طرح کوونکي یې په کابل کې نېولي دي.

د ملي امنیت د ریاست خبرپاڼه لیکلي، چې دا برید د حقاني شبکې له خوا په پېښور کې طرحه شوی وو، او دوه طرحه کوونکي یې لرل چې یو یې د مدیرا په نوم یوې فرانسوې غیرحکومتي موسسه کې د سیمه ایز کارکوونکی په توګه کار کوه.

د ملي امنیت ریاست یو طرحه کوونکی غلام عزیز یاد کړی، او ویلي یې دي چې د حقاني شبکې د امریکا د متحده ایالاتو د پرمختیايي ادارې یو ایس ای ډي له کارت نه یې ګټه اخېستې ده.

د کابل د کلوله پشتې په سیمه کې د پارک پلس په مېملستون د ثور د میاشتې په څلور ویشتمه نېټه برید وشو، او پدغه برید کې څوارلس کسه ووژل شول چې نهه پکې بهرنیان وو.

د ملي امنیت ریاست په خبرپاڼه کې راغلي “د غلام عزیز په نامه کس د امریکا د متحده ایالاتو د پراختیايي ادارې له یوه جعلي کارت څخه په استفادې سره چې د مدیرا د موسسې د کارکونکي عبدالوکیل له خوا ورته په جعلي بڼه تیار کړای شوی وو، ددغه مېلمستون سیمه څېړلې او نقشه یې انس ته ( چې په پېښور کې د حقاني شبکې د یوې ډلې مشر بلل شوی) سپارلې وه، چې وروسته د حقاني ډلې له خوا د ادریس په نامه بریدکوونکی له پاکستان څخه کابل ته را لېږل شوی وو.”

ملي امنیت ویلي، چې دغه دواړو طرحه کوونکو له ادریس سره پدغه برید کې مرسته کړې ده.

د ملي امنیت ریاست وايي، دوی دواړه یې د کابل له سویلي غاړې د سنګ نوشتې له سیمې نېولي دي.

د ملي امنیت ریاست دا هم ویلي، چې دواړه طرحه کوونکو د کورنیو چارو په وزارت او د لوګر په امنیه قومندانۍ هم په بریدونو کې لاس درلود.

د ثور د میاشتې په څلور ویشتمه نېټه د شپې ناوخته د پارک پلس په مېلمستون برید وشو، دا برید ویل کیږي، چې د یوه کانسرټ له پېل کېدو مخکې وو.

پدغه برید کې څوارلس کسه ووژل شو، نهه پکې بهرنیان وو، د افغانان په ګډون څلور هندیان، دوه پاکستانیان او یو یو د امریکا او ایټالیا اوسېدونکي وو.

له دغه برید وروسته د وزیراکبرخان د هیټل په هوټل هم برید شوی وو، خو پدغه برید کې له ځانمرګو بریدکوونکو پرته نور چاته مرګ ژوبله نه وه اوښتې

XS
SM
MD
LG