د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت: د جنرال دوستم د وژلو پلان مو شنډ کړ


ښاغلي دوستم د پنجشنبې ورځ د نا امنیو په وروستیو پیښو کې ټپي شویو ملکي او پوځي کسانو ته وینه ورکړه
ښاغلي دوستم د پنجشنبې ورځ د نا امنیو په وروستیو پیښو کې ټپي شویو ملکي او پوځي کسانو ته وینه ورکړه

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي چې د مخالفو وسلوالو هغه پلانونه يې شنډ کړي دي چې غوښتل یې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف او د کابل په ښار کې د ځانمرګو بریدونو په ترڅ کې د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ووژني.

د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ویاند عبدالحسیب صدیقي امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل چې د جنرال دوستم د وژلو لپاره لومړۍ پلان د مزارشریف په ښار کې جوړ شوی وو او ددې کار لپاره یو ځانمرګی دغه ښار ته رسول شوی وو.

ښاغلي صدیقي وویل" یو ځانمرګۍ د مزارشریف ښارکې ځای په ځای شوی وو، هغه په تمه وو چې کله هم د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال دغه ښارته په سفر ورشي نو هغه به پرې برید وکړي چې له نیکه مرغه د بلخ د ولایت د ملي امنیت ریاست له خوا دغه ځانمرګۍ ونیول شو".

هغه وویل چې کله د مخالفو وسلوالو دا پلان شنډ شو نو مخالفو وسلوالو څلور تنه نور ځانمرګي د جنرال دوستم د وژلو لپاره کابل ته راولیږل چې هغوی هم د لړم د میاشتې په اته ویشتمه نیټه د چهارشنبې په شپه د کابل په څلورمه ناحیه کې د ملي امنیت د کارکونکو له خوا ونیول شول.

ښاغلي صدیقي وویل" هغوی د افغانستان نه بهر د دوه میاشتو چمتووالي د نیولو وروسته ددغه برید ترسره کولو لپاره افغانستان ته راوړل شوي وو، چې له نیکه مرغه له برید وړاندې د ملي امنیت له خوا ونیول شول".

هغه د بهرني هیواد نوم وانخیست خو وې ویل چې دا څلورتنه ځانمرګي افغانان وو چې درې یې د کندهار او یو یې د پکتیا اوسیدونکی وو.

تراوسه طالبانو د افغانستان د ملي امنیت د ریاست د ویاند څرګندونو ته ځواب نه دې ورکړی.

نږدې نهه کاله وړاندې د افغانستان په شمال کې جنرال عبدالرشید دوستم د یو ځانمرګي برید نه روغ راوتلی وو.

مخالفو وسلوالو په خلاف د دوستم هڅې

دافغانستان د ملي امنیت ریاست په کابل کې د جنرال دوستم د وژلو د پلان د شنډولو په باب دا څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې په دې وروستیو ورځو کې د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال په پرله پسې ډول د افغان حکومت د مخالفو وسلوالو له منځه وړلو ګواښ کړی او هم یې د مخالفو وسلوالو په بریدونو کې ټپي شوو ملکي او پوځي کارکونکو ته د وینې د ورکولو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي دوستم د پنجشنبې ورځ په کابل کې له خپلو نږدې دریو سوو ساتونکو او د دفتر د کارکونکو سره یو ځای د نا امنیو په وروستیو پیښو کې ټپي شویو ملکي او پوځي کسانو ته وینه ورکړه.

د وینې له ورکولو دمخه جنرال دوستم په خپله وینا کې، په وروستیو ناامنیو کې افغان امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو ته پر اوښتې مرګ ژوبلې اندیښنه وښوده او له افغان ولس څخه یې وغوښتل چې د چاودنو او ځانمرګو بریدونو له قربانیانو سره د وینې مرسته وکړي.

جنرال دوستم وویل "له ټول هغه ملت، د افغانستان له ټولو خلکو، له ټولو سرتیرو، ټول هغه وطن پرستان چې وطن وايي، غواړم، د خپل وطن مدافعینو ته او هغو هیوادوالو ته چې لاس او پښې یي پرې کیږي او ټپيان کیږي، هغوي ته وینه ورکړي، بی تفاوته و نه اوسي".

جنرال دوستم د چهارشنبې په ورځ د کابل په ختیځه خوا کې پر یو بهرني شرکت له یو ځانمرګي برید لږ وروسته د پيښې ځای ته لاړ او خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې هغه دیارلس کاله وړاندې د طالبانو په خلاف پراخه عملیات ترسره کړي وو، چې په ترڅ کې یې د جنرال دوستم پر وینا د طالبانو واکمني له منځه لاړه.

جنرال دوستم په افغانستان کې د ناامنیو په پيښو کې د زیاتوالي یو علت د ملي یووالي د حکومت د کابینې نه جوړیدل او په ولایتونو کې د سرپرستانو په توګه د والیانو د کار دوام وګڼه.

جنرال دوستم دا ومنله چې د کابینې جوړیدل د ملي یووالي د حکومت پر وړاندې په یوه ستره ستونزه بدله شوې د

هغه هیله وښوده چې د کابینې له جوړیدلو وروسته به د افغانستان په امنیتي وضعیت کې ښه والی راشي.

XS
SM
MD
LG