د لاس رسي وړ اتصالات

لوګر کې ۷۹۰ کیلوګرام اپین نیول شوي


د لوګر د والي ویاند وايي، د پیښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.
د لوګر د والي ویاند وايي، د پیښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.

په لوګر کې سیمه‌ییز چارواکي وايي، د ملي امنیت منسوبینو په یو پيک‌آپ ډوله موټر کې ۷۹۰ کیلوګرام ځای پر ځای شوي اپین کشف او ضبط کړي دي.

د لوګر د والي ویاند میر حیدر سیلاب امریکا غږ آشنا ته وویل، چې دغه اندازه اپین پرون ماښام د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

ښاغلي سیلاب وویل، چې د دغو اپينو د قاچاق په تور څوک نیول شوي نه دي.

هغه وویل "له بده مرغه عاملین یې په لاس نه دي راغلي او په تیښته بریالي شوي دي، خو دا ۷۹۰ کیلوګرام تریاک اوس د ملي امنیت له ریاست سره ضبط شوي دي او امنیتي ځواکونه د عاملینو د موندلو په لټه کې دي".

د لوګر د والي ویاند زیاته کړه، چې ملي امنیت د منسوبینو د لومړنیو څیړنو له مخې د مخدره موادو قاچاقبرانو غوښتل چې دغه اندازه اپین د لوګر ولایت لارې لارې غزني ته او له هغه ځای څخه بهر ته قاچاق کړي.

د لوګر ولایت چارواکي وايي، چې اوسمهال په دغه ولایت کې د کوکنار د کر او د اپینو د تولید کچه صفر ته رسیدلې او نیول شوي اپین له بل ولایت څخه لوګر ته لیږدول شوي وو.

سږکال د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې کوکنار کرل شوي او د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت چارواکي اندیښنه لري، چې په دې کال کې به د اپینو د تولید او د مخدراتو د قاچاق په کچه کې زیاتوالی راشي.

د دغه وزارت د شمیرو له مخې تیر کال په افغانستان کې په ۲۰۱ زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو او شاوخوا ۴۸۰۰ ټُنه اپین ترې حاصل اخیستل شوی وو.

XS
SM
MD
LG