د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت: په امنیتي وضعیت کې ښه والی راغلی دی


د ملي امنیت د ادارې ویاند عبدالحسیب صدیقي
د ملي امنیت د ادارې ویاند عبدالحسیب صدیقي

د افغانستان د ملي امنیت د ادارې ویاند عبدالحسیب صدیقي خبریالانو ته وویل د پخوا په پرتله په وروستیو کې په امنیتي وضعیت کې یو نسبي ښه والی راغلی دی او د ترهګرۍ فعالیتونه څو ولایتونو ته را محدود شويدي.

ښاغلي صدیقي وویل ‪"‬ پخوا د ناامنۍ کچه پراخه وه، او مونږ په څو ولایتونو کې له مخالفینو سره ښکېل وو، ولې اوس د ناامنۍ کړۍ ورځ په ورځ څو محدودو ولایتونو ته را محدوده کیږي.‪"‬

تر دې مخکې نن د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي بیا ویلي وو، چې د بدخشان، هلمند، فاریاب او پکتیکا په ولایتونو کې د ناامنۍ پېښې پنځلس په سلو کې را کمه شوي دي.

د څېړنې او اختراع مرکز

د ملي امنیت ریاست نن د څېړنې او اختراع مرکز پرانېسته، چې پکې به د هغو وړتیاو پالنه وشي، چې اختراعات کوي.

د ملي امنیت د ریاست ویاند وویل د افغانستان د څېړنې او اختراع مرکز به ټولو افغان مخترعینو ته ددې زمینه برابره کړي، چې خپلې اختراعوې ورسره شریکې کړي او له دغه مرکز ماليي او امکاناتو اسانتیاوې ترلاسه کړي.

د ملي امنیت ویاند وايي، د څېړنې او اختراع دا مرکز ملکي دی، د استخباراتي او پراتیفي لګښت نه ورکول کیږي او له نورو سکټوري ادارو سره یې په ګډه پیل کړی دی.

ښاغلی صدیقي وايي، د هغو اختراع کوونکو چې نه پالل کیږي، او له هیواد بهر کډه کوي، دا مرکز به یې پالنه وکړي.

د ملي امنیت ویاند وویل‌ ‪"‬هر هغه څوک چې نوښت لري، څه اختراع کوي، مونږ سره دې شریک کړي، د ۱۹۱۹ په نمبر یا د ملي امنیت د فیس بوک لارې، کولی شي په تماس کې شي، مونږ یې اختراع ګورو بیا ورسره په تماس کې کیږو، او مرکز ته یې دعوت کوو.‪"‬

پدې وروستیو کې ځینو کسانو د نویو الو اختراعوې کړي خو له هیڅ حکومتي مرجع یې پالل ندي شوي.

ځینو د ماینونو د شنډولو، موټرو جوړولو، د الوتکې او د طبابت په برخه کې هم د الو اختراعات کړي دي.

د ملي امنیت ریاست وايي، ددې مرکز په ایجاد او فعالیت به ډېری داسې استعدادونه ومومي چې د افغانستان په پرمختګ کې ونډه واخېستلی شي.

XS
SM
MD
LG