د لاس رسي وړ اتصالات

۱۹۸زره زده‌کوونکي د کانکور آزموینه ورکوي، ۴۷زره یې نجونې دي


۱۹۸زره کسان کانکور ورکوي، حکومتي پوهنتونونه د ۶۲زرو کسانو د جذب ظرفیت لري
۱۹۸زره کسان کانکور ورکوي، حکومتي پوهنتونونه د ۶۲زرو کسانو د جذب ظرفیت لري

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، سږکال د کانکور په آزموینه کې له ښوونځیو څخه د فارغ شویو ګډونوالو شمیر ۱۹۷ زره او ۹۲۲ تنو ته رسیږي.

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزیر نجیب‌الله خواجه عمري د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د کانکور د آزموینې د لومړي پړاو د پیل په مراسمو کې خبریالانو ته وویل، چې په ۳۳ ولایتونو کې ۱۴۵زره او ۷۹۱ کسانو د کانکور لپاره نوم‌لیکنه کړې او نږدې ۵۸زره نور کسان به د کابل له حوزې څخه په کانکور کې شامل شي.

ښاغلي خواجه عمري زیاته کړه، چې د کانکور د آزموینې په غه شمیر ګډونوالو کې څه باندې ۴۷زره نجونې شاملې دي.

د ښاغلي خواجه عمري پر وینا، د افغانستان دولتي پوهنتونونه، د کانکور په آزموینه کې د ټولو ګډونوالو له شمیرې، د ۶۲زرو کسانو د جذب ظرفیت لري.

هغه دغه راز وویل، نږدې ۵۱زره کسان به د نیمه‌ عالي زده‌کړو په دولتي موسسو کې او څه د پاڅه درې نیم زره نور به په دیني مدرسو کې جذب شي.

په افغانستان کې د روان کال د کانکور آزموینه د وري په نهمه له لوګر، پنجشیر، بادغیس او نیمروز ولایتونو څخه پیل شوه او تر اوسه د ۳۲ ولایتونو په ۳۶ تحصیلي حوزو کې دغه آزموینه ترسره شوې ده.

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزیر وویل، ټاکل شوې چې د کابل په تحصیلي حوزه کې د کانکور آزموینه په څوو پړاونو کې واخیستل شي او زیاته یې کړه، چې په ننګرهار ولایت کې به هم تر راتلونکو درېو ورځو پورې د کانکور د آزموینې لپاره د شاوخوا ۱۵زره کسانو د بایومتریک پروسه پیل شي.

د لوړو زده‌کړو وزارت د معلوماتو له مخې، سږکال په کانکور آزموینه کې د بریالیتوب شمیره ۱۵۵ ټاکل شوې ده او هغه کسان چې له دغې شمیرې څخه زیاتې نمرې واخلي، خو د رشتې په ټاکلو کې د تیروتنې له امله بې‌نتیجې پاتې شي، هغوی به د لوړو زده‌کړو خصوصي پوهنتونونو او موسسو ته معرفي شي.

ټاکل شوې چې د روان کال د کانکور آزموینې نتایج د زمري میاشتې په لومړیو لسو ورځو کې اعلان شي.​

په ۱۳۹۶ کال کې نږدې ۱۷۰زره کسانو په کانکور آزموینه کې ګډون کړی وو، چې له دې شمېرې ۱۴۷زره او ۵۳۰ ګډون ‌کوونکو د بریالیتوب نمرې ترلاسه کړې وې.

XS
SM
MD
LG