د افغان طالبانو یو جګپوړي چارواکي د چهارشنبه په ورځ جولای ۲۶ (زمري ۳) وویل چې نکټایي چې نارینه یې په غاړه تړي، د مسیحي صلیب نښه ده او زیاته یې کړه چې باید له منځه یوړل شي.
د طالبانو دعوت او ارشاد ریاست عمومي رئیس محمد هاشم شهید ورور وویل: «...په اسلام کې ددې تاریخ معلوم دی چې دا نکټایي داسې شئ دی، دا صلیب دی، دا د صلیب علامه ده...په شریعت کې حکم دادی چې کسر یې واجب دی، محوه کوو به یې، دړې وړې کوئ به یې، ختموئ به یې. صلیب کفري نښان دی. صلیب د عیسویانو د عیسی د شهادت نښان دی. دوی وایي عیسی یې داسې په دار ځړولی.»
هغه په یوه وینا کې چې د طلوع ټلویزیون خپره کړې، د نکټایي په اړه همداشان ویلي چې "دا صليب دی. په شريعت کې امر شوی چې هغه محوه او له منځه يوسئ."
په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د بیا واکمن کیدو راهیسې طالبانو په نارینوو د جامو کوم مقررات نه دي وضع کړي، خو ښځې د یو لړ نورو محدودینو تر څنګ، مکلفې شوې چې باید په عامه ځایونو کې حجاب واغوندي.
دا پداسې حال کې دي چې افغان طالبان تقریبا ټول یو شان جامې لکه پرتوګ کمیس، واسکټ او پګړۍ اغوندي.
د طالبانو له واکمنۍ وروسته، غربي ډوله عادي جامې اوس لږې تر سترګو کیږي، خو ځینې مسلکي کسان او همدارنګه په تلویزیوني شبکو کې خبریالان، لا هم هغه استعمالوي.
په پراخه کچه داسې انګیرل کیږي چې نکټایي په ۱۷ پیړۍ کې رامنځته شوی او دا فیشن په فرانسه کې طراحي شوی دی.
د افغانستان پخوانیو حکومتونو هم هڅه کړې چې پر وګړو او یا لږ تر لږه پر چارواکو د جامو مقررات وضع کړي.
په ۱۹۷۹ کال کې د ثور د انقلاب او د پخواني شوروي اتحاد د اشغال په ترڅ کې حکومتي کارکونکي د دودیزو جامو له اغوستلو څخه منع شوي وو او ورته ویل شوي وو چې د وظیفې د اجراکولو پر وخت دریشي واغوندي.
د افغانستان پخوانيو ولسمشرانو حامد کرزي او محمد اشرف غني دننه په هیواد کې دودیزې جامې اغوستلی. ښاغلي کرزي حتی په بهر کې هم په رسمي سفرونو کې د افغاني لباس څخه استفاده کوله خو ښاغلي غني بیا په بهرنیو سفرونو کې دریشي کوله.
د طالبانو جنګیالیو بیا د خپل دوه لسیزو بغاوت پر مهال کمیس پرتوګ اغوستل، خو د واک له ترلاسه کولو وروسته یې د وسله وال پوځ د منسوبینو لپاره عصري پوځي یونیفورم خپل کړی دی.