د لاس رسي وړ اتصالات

د تاوتریخوالي ختمولو لپاره یو حکومتي پلاوی فاریاب ته تللی


اعتراض کوونکو د نظام‌الدین قیصاري په بیرته خوشې کولو او هیواد ته د جنرال دوستم په راستنولو ټینګار کړی.
اعتراض کوونکو د نظام‌الدین قیصاري په بیرته خوشې کولو او هیواد ته د جنرال دوستم په راستنولو ټینګار کړی.

په فاریاب کې تیره ورځ د جنبش اسلامي ګوند د پلویانو په لاریون کې له تاوتریخوالي وروسته، د افغانستان جمهوري ریاست له اعتراض کوونکو سره د مذاکراتو لپاره دغه ولایت ته یو پلاوی استولی دی.

د شاهین ۲۰۹ قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې تیره ورځ مازدیګر (چنګاښ ۱۳) د اردو لوی درستیز محمدشریف یفتلي، د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال اختر محمد ابراهیمي، د ملي امنیت د ولایتي ریاست مرستیال عباد‌الله عباد او د سیمه‌ییزو ارګانونو رئیس عبدالمتین بیګ په ګډون حکومتي پلاوی د اعتراض کوونکو او مدني ټولنې له استازو سره د خبرو لپاره فاریاب ولایت ته تللي دي.

هغه زیاته کړه "د نظم د کنټرول لپاره یو پلاوی له مرکز څخه فاریاب ته راغلی دی... د فاریاب له خکو، د مدني ټولنې او د ګوندونو له استازو سره یې خبرې کړي، تر اوسه د دغې غونډې د محتوا په اړه معلومات نه لرم، خو په لاریون کې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره توافق شوی دی".

د فاریاب ولایتي شورا وايي، چې په دغې غونډه کې حکومتي پلاوي د اعتراض کوونکو د غوښتنو د عملي کولو ژمنه کړې ده.

د فاریاب د ولایتي شورا رئیس محمدطاهر رحماني امریکا غږ – آشنا ته وویل "د خلکو دوه غوښتنې وې، یوه د لومړي مرستیال صاحب (جنرال عبدالرشید دوستم) بیرته راستنیدل او بله د نظام‌الدین قیصاري خوشې کیدل. په غونډه کې پریکړه وشوه، چې نظام‌الدین قیصاري د لومړي مرستیال کور ته لیږدول کیږي او خوشې کیږي، موږ یې په تمه یو. که نن خوشې نه شي، بیا خپل لاریون ته دوام ورکوو".

خو د اعتراض کوونکو یو استازي او د ځوانانو د جنبش رئیس کنشکا ترکستاني امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې له حکومتي پلاوي سره خبرې نتیجې ته رسیدلې نه دي.

هغه زیاته کړه "دغه پلاوي زموږ له استازو سره په فاریاب کې خبرې کړې دي. تر اوسه یوې موافقې ته نه دي ررسیدلي، د خلکو غوښتنې ډیرې روښانه دي، ژمنه یې کړې چې قیصاري خوشې کیږي او د جنرال دوستم کور ته به ولیږدول شي".

په همدې حال کې د جنبش اسلامي ګوند سلګونو پلویانو نن پنجشبنې هم د دریمې ورځې لپاره په جوزجان ولایت کې خپل اعتراض ته دوام ورکړی دی.

د افغانستان په یو شمیر شمالي ولایتونو کې د جنبش د پلویانو لاریونونه وروسته له هغې پیل شول، چې افغان ځواکونو د دوشنبې په ورځ د جنرال دوستم یو نږدې ملګری په فاریاب کې ونیو او کابل ته یې انتقال کړ.

د دغو لاریونو په ترڅ کې تیره ورځ اعتراض کوونکو د فاریاب د ولایت او د ملي امنیت ریاست ودانیو ته اور ورته کړ. د فاریاب روغتیايي مسولینو د شمیرو له مخې، د امنیتي ځواکونو او اعتراض کوونکو ترمنځ د تاوتریخوالي په نتیجه کې یو کس وژل شوی او لس نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG