د لاس رسي وړ اتصالات

نتنیاهو: پر رفح ځمکني برید ته نیټه ټاکل شوې؛ امریکا مخالفت ښودلی


غزه کې د اسرائیل ځمکني عملیات
غزه کې د اسرائیل ځمکني عملیات

د اسرائيل صدراعظم بنيامين نتنياهو د دوشنبې په ورځ اپریل ۸ (وري ۲۰) وويل، د غزې پر جنوبي ښار رفح باندې د ځمکني يرغل لپاره نېټه ټاکل شوې ده.

نتنیاهو دغه نیټه نه ده ښودلې. په عین وخت کې، د حماس وسله واله ډله په غزه کې د اوربند او د يرغمل شويو کسانو د خلاصون پر وروستي وړانديز باندې غور کوي.

نتنیاهو په بیت المقدس کې د خبرو پر مهال وویل: "نن ما په قاهره کې د خبرو اترو په اړه مفصل راپور ترلاسه کړ. موږ په دوامداره توګه د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره کار کوو، چې لومړی د خپلو ټولو یرغمل شویو خوشې کول او په حماس باندې بشپړ بریالیتوب ترلاسه کول دي."

نتنیاهو زیاته کړه: "دا بریا رفح ته د ننوتلو او هلته د ترهګرو کنډکونو له منځه وړلو ته اړتیا لري. دا کار کېدونکی دی او نیټه ورته ټاکل شوې ده."

متحده ایالتونو سمدستي د نتنیاهو دا څرګندونې رد کړي دي. د پنټاګون یوې ویاندې وویل: ."موږ دا خبره واضح کړې ده چې موږ په رفح کې د عملیاتو ملاتړ نه کوو."

د پنټاګون مرستیالې مطبوعاتي سکرترېسبرینا سنګ وویل: "د بشري اندیښنو په پام کې نیولو سره چې هلته له یو ملیون څخه زیاتو فلسطینی ملکي وګړو پناه اخیستې، موږ غواړو یو باوري پلان وګورو چې دوی به هلته کوم عملیات ترسره کوي... موږ د دوی رسمي پلان نه دی لیدلی."

له حماس څخه د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو دپاره په تل ابیب کې لاریون
له حماس څخه د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو دپاره په تل ابیب کې لاریون

په قاهره کې دا اونۍ د اوربند په خبرو کې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې د مشر ویلیم برنز ترڅنګ د اسرائیل، حماس او قطر استازو ګډون درلود. سپینې ماڼۍ دغه خبرې اترې "جدي" بللې دي.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي خبریالانو ته وویل: "دا وخت حماس ته یو وړاندیز شوی دی او موږ د حماس ځواب ته انتظار باسو... اوس په حماس پورې اړه لري چې راوړاندې شي."

کربي د وړاندیز شوې معاملې د جزئیاتو په اړه له خبرو ډډه وکړه ، او زیاته یې کړه "دا د بیړني پرمختګ لپاره یوه له ترټولو اغیزمنو لارو څخه ده."

د اوربند او د یرغمل شویو د خوشې کولو په اړه مذاکرات او د جګړې د اوږدېدو په اړه اندېښنې په داسې حال کې دي چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن نتنیاهو ته د اسرائیل د جګړې له هڅو څخه د متحده ایالاتو په ملاتړ کې د بدلون د احتمال خبرداری ورکړ.

بایډن له اسرائیل وغوښتل چې سمدستيغزې ته د نورو بشري مرستو رسېدو ته لار پرانیزي او مذاکره کوونکي یې د اوربند په اړه خبرې وکړي.

د بایډن دا غوښتنې وروسته له هغې وشوې چې په غزه کې د اسرائیل په یو هوايي برید کې اووه نړیوال مرستندویه کارکونکي ووژل شول.

پنټاګون وویل، د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن د دوشنبې په ورځ د اسرائیل له دفاع وزیر یوف ګالنټ سره په تلیفوني اړیکه کې د بایډن پر پیغام ټینګار کړی دی.

د پنټاګون مطبوعاتي سکرتر پاټ رایډر وویل چې اسټن "غزې ته د بشردوستانه مرستو په رسېدو کې د پام وړ زیاتوالي" په اړه بحث وکړ، او همدارنګه د اسرائیلي پوځ د هغه برید په اړه یې د تحقیقاتو په اړه خبرې وکړې چې د "نړیوال مرکزي پخلنځي" په نوم خیریه موسسې اووه کارکوونکي پکې ووژل شول.

رایډر په یوه خبرپاڼه کې وویل: "وزیر ګالنټ د غزې له ځینو برخو څخه د اسرائیل د سرتیرو د وتلو او د حماس پروړاندې د اسرائیل د عملیاتو د راتلونکي په اړه توضیحات وړاندې کړل... اسټن بې له قید او شرطه د ټولو یرغمل شویو د خوشې کېدو ملاتړ ته خپله ژمنتیا څرګنده کړه او هیله یې وښودله چې روانې خبرې اترې به په جګړه کې وقفه رامنځته کړي."

کربي وویل د یکشنبې په ورځ، "موږ ولیدل چې د [بشري مرستو] له ۳۰۰ څخه ډیرې لارۍ غزې ته ننوتي. دا یو پرمختګ دی، خو په ښکاره ډول، موږ اړتیا لرو چې دا شمیر زیات او دوامدار کړو ترڅو په غزه کې له ناوړه بشري وضعیت سره ریښتینې مبارزه وشي."

په پام کې ده چې اسرائیلي چارواکي په راتلونکو ورځو کې سپینې ماڼۍ ته سفر وکړي ترڅو د رفح پر ښار د اسرائیل د احتمالي برید په اړه د امریکا اندیښنې واوري.

کربي وویل: "موږ په رفح کې د لویو ځمکنیو عملیاتو ملاتړ نه کوو... موږ داسې کومه نښه هم نه وینو چې داسې پراخ ځمکني عملیات په لاره اچول کیږي، یا دا چې [له خان یونس څخه وتلي] ځواکونه د دا ډول ځمکنیو عملیاتو لپاره ځای په ځای شوي دي."

د غزې په جنوب خان یونس ښار کې وضعیت
د غزې په جنوب خان یونس ښار کې وضعیت

ویل کیږي چې شاوخوا ۱۰۰ یرغمل کسان دا وخت په غزه کې له حماس سره پاتې دي. د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل باندې د حماس په برید کې، د سرائیلي مقاماتو په خبره، د نږدې ۱۲۰۰ کسانو د وژل کېدو ترڅنګ شاخواو ۲۵۰ تنه یرغمل نیول شوي وو.

د فبرورۍ تر نیمایي پورې، ۱۱۲ یرغمل خوشې شوي. ډیر دغه کسان د نومبر په میاشت کې په غزه کې د یوې اونۍ اوربند په ترڅ کې خوشې شول. په داسې حال کې چې ۳۶ نور د تیرو شپږو میاشتو د جګړو په ترڅ کې وژل شوي دي.

په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت وايي، د اسرائیل په ځوابي بریدونو کې تر ۳۳ زرو ډېر کسان وژل شوي چې دوه پر درېیمه برخه یې ښځې او ماشومان دي. د اسرائیل پوځ وايي، په وژل شویو کې زرګونه وسله وال هم شامل دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG