د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل او حماس ترمنځ د شپږ میاشتنۍ جګړې تلفات څومره دي؟


په جګړې کې د غزې ډېره برخه کنډواله شوې
په جګړې کې د غزې ډېره برخه کنډواله شوې

د اسرائيل او حماس ترمنځ جګړې کې، چې له شپږو میاشتو راهېسې روانه ده، دواړو غاړو سربېره، په سوریې او لبنان کې هم ډېر خلک وژل شوي دي.

د حماس تر کنترول لاندې غزه کې د روغتیا مسئولین وایي چې د اسرائیل په هوايي بریدونو او پلیو عملیاتو کې څه باندې ۳۳۰۰۰ کسان وژل شوي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.

د اسرائيل مقامات وايي د حماس جنګیالیو د اکتوبر په اوومه نېټه په خپلو بریدونو کې ۱۱۷۰ تنه ووژل او ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل.

حماس تر دې دمه په دغې جګړې کې د خپلو وژل شویو جنګیالیو رسمي شمېره خپره کړې نه ده، خو اسرائيل ادعا کوي چې په د غې جګړې کې یې د دغې ډلې ۱۲۰۰۰ غړي وژلي دي. په جګړې کې په مستقل ډول د دواړو غاړو د تلفاتو تائید کول ستونزمن دي.

په اسرائیل کې تلفات

د اسرائیل مقامات وايي په دغې جګړې کې د تلفاتو یوه په درېیمه برخه یې امنیتي ځواکونه دي، چې ۳۰۶ سرتېري، ۶۰ پولیس او د اسرائيل د داخلي امنیت لسګونه غړي په کې شامل دي.

د اسرائيل پوځ ویلي دي چې په دغې جګړې کې یې تر دې دمه ۶۰۴ غړي وژل شوي، چې ۲۶۴ یې په غزې کې د جګړې په جبهو کې وژل شوي دي.

د دې تر څنګ، په لویدیځې غاړې کې په تاوتریخوالي کې ۱۷ ولسي او غیر ولسي اسرائیلیان،‌ چې په ښارګوټو کې مېشت یهودیان هم په کې دي، وژل شوي ‌دي.

همدغه راز د حزب الله د راکټونو په بریدونو کې اته ولسي او لس اسرائيلي پوځیان وژل شوي او لسګونه زره نور یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

اسرائيل وايي د حماس ډلې ۲۵۰ تنه یرغمل کړي‌ وو، تر دې دمه یې ۱۲۹ تنه یې خوشي شوي او ۳۴ تنه نور یې وژل شوي دي. په یرغمل شویو کې یو شمېر بهرنیان هم شامل وو.

د حماس او اسرائیل ترمنځ د شپږو اوونیو په اوربند کې لسګونه یرغمل شوي پرېښودل شول او همدغه راز د ۱۲ مړو جسدونه هم اسرائیل ته وسپارل شول.

اسرائيل وايي د اکتوبر له اوومې نېتې راهېسې شاوخوا ۹۱۰۰ راکټونه له غزې څخه په اسرائیل باندې توغول شوي دي.

د دغې جګړې په اوږدېدو سره اسرائيل تقریبا ۳۰۰زره پوځي احتیاطي منسوبین، چې ۱۷ سلنه یې ښځې دي، وربللي دي.

په فلسطین کې تلفات

فلسطیني چارواکي ‌وايي چې د څه باندې ۳۳۰۰۰ وژل شویو کسانو اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.

د اسرائیل پوځ وايي چې په بریدونو او په غزې کې د عملیاتو په مهال یې د حماس ډلې د لوا پنځه قومندانان او ۲۰ د کنډکونو مشران وژلي دي.

په لویدیځه غاړه کې د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي‌ دي چې ۴۵۹ فلسطینیان په تاوتریخوالي کې وژل شوي دي. اسرائيلي مقاماتو ادعا کړې ده چې په دغو سیمو کې یې ۴۲۰ «ترهګر» وژلي دي.

د اسرائيل د دفاع وزارت د شمېرو په اساس، د جګړې له پيل راهېسې په غزې کې په څه باندې ۳۲۰۰۰ سیمو باندې بریدونه کړي دي.

د اسرائيل د بریدونو له کبله د غزې ډېره برخه کنډواله شوې ده، خو لا هم د دغه زیان دقیقه اندازه معلومه نه ده.

په لبنان او سوریې کې تلفات

د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس، د دغې جګړې له پیل راهېسې په لبنان کې د اسرائيل د راکټي بریدونو له کبله ۳۶۳ کسان، چې اکثریت یې د حزب الله جنګیالي دي، وژل شوي دي. په دغو بریدونو کې حد اقل ۷۰ ولسي خلک هم وژل شوي دي.

د دغې جګړې له کبله د لبنان له سرحدي سیمو څخه لسګونه زره خلک له خپلو کورونو او سیمو څخه وتلي دي.

همدغه راز په سوریې کې د اسرائیل په بریدونو کې د حزب الله ډلې ۲۳ جنګیالي او د ایران د سپاه پاسدران یو شمېر غړي وژل شوي دي.

تېره اوونۍ د سوریې په مرکز دمشق کې د ایران په کونسلګرۍ باندې په یو هوايي برید کې د ایران د سپاه پاسدران اووه غړي ووژل شول. ایران دا برید د اسرائيل کار بولي، خو اسرائيل یې لا په اړه څه نه دي ویلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG