د لاس رسي وړ اتصالات

نتنیاهو د غزې د جګړې د چارو کابینه ړنګه کړه- چارواکي


د اسرائیل د جګړې په کابینه کې د صدراعظم بنيامين نتنياهو او د دفاع وزیر یوف ګالنټ او نورو برسېره د اپوزیسیون وکیل بیني ګانتز برخه لرله چې څو ورځې وړاندې یې استعفا وکړه.
د اسرائیل د جګړې په کابینه کې د صدراعظم بنيامين نتنياهو او د دفاع وزیر یوف ګالنټ او نورو برسېره د اپوزیسیون وکیل بیني ګانتز برخه لرله چې څو ورځې وړاندې یې استعفا وکړه.

د اسرائيل چارواکو د دوشنبې په ورځ جون ۱۷ (غبرګولي ۲۸) وویل ددغه هېواد صدراعظم بنيامين نتنياهو د جنګ هغه کابينه منحله کړې چې په غزه کې یې د جګړې د رهبرۍ دنده په غاړه لرله.

د جګړې کابینه د اسرائیل له حکومت څخه ددغې کابیني د غړي بیني ګانتز له وتلو وروسته منحله شوې ده. ګانتز د اپوزیسیون وکیل دی چې د غزې د جګړې په لومړیو ورځو کې د نتنیاهو په مشرۍ له ایتلافي حکومت سره یوځای شوی و. هغه غوښتنه کړې وه چې د نتنیاهو له حکومت څخه ښي اړخي وکیلان لیري شي او یوه کوچنۍ کابینه جوړه شي.

د ګانټز او نتنیاهو برسېره د دفاع وزیر یوف ګالنټ د دې کابینې غړي وو چې په غزه کې د جګړې په اړه یې مهمې پریکړې کولې.

چارواکو له رسنیو سره د خبرو کولو د اجازې د نه لرلو له کبله د نومونو نه ښودلو په شرط وویل چې نتنیاهو به د حساسو مسئلو لپاره د خپل حکومت د ځینو غړو کوچنۍ جرګه‌ګۍ تشکیل کړي.

د نتنیاهو د اوږدې مودې سیاسي سیال بیني ګانتز په جنوبي اسرائیل کې د حماس د اکتوبر د اوومۍ له برید وروسته د یووالي ښودلو په هدف له حکومت سره یوځای شوی و. هغه د دې میاشتې په پیل کې د نتنیاهو له خوا د جګړې د اداره کولو له طرز سره د مخالفت له کبله حکومت پریښود.

منتقدین وايي چې د نتنیاهو د جګړې اړوند پریکړو باندې د هغه د حکومت سخت دریځي غړي نفوذ لري او زیاتوي چې د حکومت دغو سخت درځو غړو همدارنګه د اوربند له پرېکړې سره مخالفت ښودلی او د غزې له تړانګې څخه یې د فلسطینیانو د "داوطلبانه مهاجرت" او د اسرائیل له لورې د تړانګې د اشغال غږ کړی دی.

نتنیاهو دا تورونه ردوي او وايي چې د هیواد ملي ګټې په پام کې لري.

د اکتوبر په اوومه په جنوبي اسرائیل کې د حماس د اورپکو په برید کې، د اسرائیلي مقاماتو په خبره، شاوخوا ۱۲۰۰ زیاتره ملکي کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول.

ددغه برید وروسته د حماس خلاف په غزه کې د اسرائیل په ځوابي عملیاتو کې، د غزې د روغتیا وزارت په وینا، تراوسه لږ تر لږه ۳۷۱۰۰ کسان وژل شوي چې ډیری یې ملکي وګړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG