د لاس رسي وړ اتصالات

نتنیاهو: اسرائیل د حماس څخه جګړې ګټلو لپاره 'یو ګام' لیرې دی


یو شمیر فلسطینیان چې د رفح په ښارګوټي کې یې پنا اخیستې وه، بیرته د خان یونس ښارګوټي ته ستنیږي ځکه چې د اسرائیل پوځ د دې ښار څخه وتلی.
یو شمیر فلسطینیان چې د رفح په ښارګوټي کې یې پنا اخیستې وه، بیرته د خان یونس ښارګوټي ته ستنیږي ځکه چې د اسرائیل پوځ د دې ښار څخه وتلی.

په داسې حال کې چې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د جګړې شپږ میاشتې پوره کیږي، د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي چې هیواد یې د حماس پر ضد جګړې کې بري ته نږدې شوی.

نتنیاهو یکشنبه اپریل اوومه (وري ۱۹) د کابینې په غونډې کې دا څرګندونې داسې مهال وکړې چې اسرائیل د غزې جنوب څخه خپل پلي سرتیري ایستلي خو د دې تړانګې په نورو برخو کې یې "د پام وړ" شمیر ځواکونه لا هم دیره دي.

د اسرائیل صدراعظم زیاته کړه: " مونږ له بري یو ګام لیرې یو خو کوم قیمت مو چې ورکړ دردوونکی او زړه ماتوونکی دی."

نتنیاهو دا جزیات نه دي ورکړي چې د حماس پر ضد بری څه معنی لري او مبصرین چې د دې شخړې په هکله معلومات لري، په دې ګمان دي چې ښایي اسرائیل په دې جګړې کې د حماس ډله په بشپړه توګه له منځه ونشي وړی.

د اسرائیل صدراعظم ژمنه کړې چې د حماس ډله به له منځه وړي، ټول برمته شوي کسان به کور ته ستنوي خو په داسې حال کې چې د حماس ډلې پدې جګړې کې ډیر زیان لیدلی بیا هم داسې معلومیږي چې دا ډله لا هم فعاله ده او د اسرائیل پر ضد په غزې کې جګړه کوي.

د مصر په پایتخت قاهرې کې بیا د اوربند پر سر په ټپه ولاړې خبرې بیا پیل شوي او اسرائیل هم ویلي چې دې خبرو ته یې خپل یو پلاوی استوي خو نتنیاهو یو ځل بیا ژمنه وکړه چې د ټولو برمته شویو کسانو تر خوشې کیدو پورې به د حماس ډلې سره هیڅ اوربند ونشي.

ګمان دا دی چې د حماس ډلې سره لا هم تقریباً ۱۰۰ تنه برمته دي چې د غزې په تونلونو کې یې ساتي.

د روان میلادي کال د فبروري تر میاشتې پورې، د ۲۵۰ کسانو جملې څخه چې د حماس ډلې د تیر کال اکټوبر میاشتې په اوومې برمته کړي و، ۱۱۲ یې خوشې شوي چې اکثریت یې د نومبر په میاشت کې د دوو اوونیو اوربند په موافقې کې خوشې شول. ویل کیږي چې ۳۶ برمته شوي کسان په تیرو شپږو میاشتو کې مړه یا وژل شویدي.

مصر او قطر په دې خبرو کې منځګړتوب کوي او غواړي چې په غزې کې د شپږو اوونیو لپاره اوربند د حماس ډلې خوا د ۴۰ برمته شویو کسانو خوشې کیدو په بدل کې عملي کړي.

د حماس ډله غواړي چې د اوربند په هکله هر ډول موافقه ددې سبب شي چې اسرائیلي ځواکونه په بشپړ توګه له غزې ووځي خو اسرائیل بیا د حماس دا غوښتنه رد کړې او وایي چې د حماس نظامي او حکومتدارۍ وړتیا له منځه وړلو لپاره به جګړه بیا پیل کړي.

د حماس ډله همدارنګه غواړي چې د اوربند موافقې له مخې زرګونه فلسطنیانو چې د غزې له شمال څخه د جګړو له کبله ددې تړانګې نورو سیمو ته کډه شوي، بیرته اجازه ورکړل شي چې خپلو مېنو ته ستانه شي.

د اسرائیل صدراعظم ویلي چې د متحده ایالاتو په ګډون د نړیوالو فشارونو سره سره به د حماس ډلې "بې حده" غوښتنې ونه مني چې د غزې څخه د ټولو اسرائیلي سرتیرو وتل غواړي.

په قطر کې د اوربند په هکله خبرې د همدې تیرې شنبې په ورځ بیا پیل شوې. د متحده ایالاتو استخباراتو مرکزي ادارې مشر ویلیم برنز هم د شنبې په ورځ قطر ته رسیدلی دی.

د مصر القاهره نیوز خپرونې په یو راپور کې ویل شوي چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني او د اسرائیل یو پلاوی به هم پدې خبرو کې برخه واخلي.

د حماس ډلې هم ویلي چې په غزې کې د دې ډلې مرستیال خلیل الحیه به دې خبرو ته واستول شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG