د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان هالنډ هڅولی د اسلام د "پیغمبر کارتون" خپرولو مخه ونیسي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د هالنډ د بهرنیو چارو له وزیر سټیف بلېک سره غږېدلی دی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د هالنډ د بهرنیو چارو له وزیر سټیف بلېک سره غږېدلی دی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د هالنډ د بهرنیو چارو له وزارت نه غوښتي دي چې په هغه هېواد کې دې د اسلام د پیغمبر د کارتونونو د خپرولو د سیالۍ مخه دې ونیسي.

هالنډي سیاستوال ګریت وایلدرز چې د اسلام کلک منتقد دی په پام کې لري چې د کارتونونو دا سیالي دې د ۲۰۱۸ کال په وروستیو کې پیل کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دا کار د بشري حقونو او بیان د ازادۍ خلاف دی. په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم د هالنډ د بهرنیو چارو له وزیر سټیف بلېک سره پر تیلیفون غږېدلی دی او له هغه یې غوښتي دي چې د دغه کار مخه ونیسي.

وايي دا کار د مسلمانانو احساسات ژوبلوي او د بیلتون او جلا والي سبب ګرځي.

تر دې مخکې د اسلامي همکاریو سازمان هم دا کېدونکې سیالي غندلې او پارونکې بللې وه.

د مسلمانانو د پیغمبر د کارتون د خپرولو په غبرګون کې په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې مظاهرې هم شوي دي او د هالنډ له حکومت څخه غوښتل شوي چې ددغه کار مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG