د لاس رسي وړ اتصالات

په کالیفورنیا کې د رستورانتونو د کارکوونکو معاش د ساعت ۲۰ ډالر شو


کالیفورنیا د نفوس له پلوره د امریکا تر ټولو لوی ایالت بلل کېږي
کالیفورنیا د نفوس له پلوره د امریکا تر ټولو لوی ایالت بلل کېږي

د نوي قانون په اساس، له نن دوشنبه اپریل لومړۍ (حمل۱۳) وروسته د امریکا د کالیفورنیا په ایالت کې د ټولو «فسټ فوډ» رستورانتونو کارکوونکیو ته د ساعت په سر حد اقل ۲۰ ډالر ورکول کېږي.

تر دې مخکې د دغو رستورانتونو کارکوونکیو په کم معاش کار کاوه او دغه قانون د دوی مالي امنیت او خوندیتوب ښه کړ.

دموکراتانو تېرکال دا قانون تصویب کړ، په دغو رستورانتونو کې څه باندې ۵۰۰زره کسان کار کوي‌ او اکثریت یې د خپلو کورنیو نفقه ګټونکي دي.

په دغو رستورانتونو کې امریکا ته نوي ‌راغلي کډوال هم کار کوي. انګرید ویلوریو هغه کډوال دی چې په ۲۰۱۹ کال کې امریکا ته له راتګ وروسته یې د مکډونلډ په رستورانت کې کار پیل کړ، خو اوس په اوونۍ کې اته ساعت په یو رستورانت او نور وخت په نورو ځایونو کې کار کوي.

هغه وايي: «په ساعت کې ۲۰ ډالرو ته د معاش زیاتېدل ښه خبره ده. کاش دا کار مخکې شوی وای او اړ نه وای چې په مختلفو ځایونو کې مې کار کړی وای.»

خو دغه قانون د فسټ فوډ د رستورانتونو مالکان حیران کړي دي. په سان فرانسیسکو کې د « انتي‌ ان پرتزلس او سنابان» د ۱۰ رستورانتونو مالک الکس جانسن وایي چې په ۲۰۲۴ کال کې یې کاروبار کم شوی او هغه مجبور دی خپل کارکوونکي کم کړي او له خپل پلار او مور څخه به وغواړي چې په اداري برخې کې ورسره مرسته وکړي.

نوموړي‌وویل د کارکوونکو د معاشونو په زیاتېدو سره به هغه مجبور وي چې د کال ۴۷۰زره زیات لګښت وکړي او د دغې ستونزې د حل لپاره به د خوړو قیمت له پنځو څخه تر ۱۵ فیصده پور لوړ کړي. او یا د خپلو ځینو رستورانتونو بندولو ته مجبور شي.

دا قانون د هغو رستورانتونو لپاره د تطبیق وړ دی چې کارکوونکي‌ د خپلو پیردونکو څخه بخشش «ټپ» نه غواړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG