د لاس رسي وړ اتصالات

د مصنوعي ځیرکتیا پرمختللي سیستمونه او امنیتي اندېښنې

د مایکروسافټ، ګوګل او د ایلان مسک د ایکس اې ای شرکتونو، د یو نوي تړون له مخې، منلې چې بازار ته د مصنوعي ځیرکتیا د نویو سیستمونو له وړاندې کولو وړاندې به د متحدو ایالتونو حکومت ته اجازه ورکوي ترڅو وګوري چې دا ماډلونه ملي امنیت ته خطر نه پېښوي.

د امریکا د سوداګرۍ په وزارت کې د مصنوعي ځیرکتیا د معیارونو او نوښت مرکز (CAISI) د سه شنبې په ورځ (د می پنځمه) وویل چې دا تړون به دې ادارې ته اجازه ورکړي چې د مصنوعي ځیرکتیا د نويو ماډلونو وړتیاوې او امنیتي خطرونه و ارزوي.

په وروستیو میاشتو کې د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختللیو سیستمونو جوړېدو په متحدو ایالتونو او نورې نړۍ کې دا اندېښنې پارولي چې دغه سیستمونه له هکرانو سره په سایبري بریدونو کې مرسته کوي. د مصنوعي ځیرکتیا دا ډول یو سیستم چې میتوس نومیږي، د انتراپیک شرکت جوړ کړی دی.

د سوداګرۍ وزارت د مصنوعي ځیرکتیا د معیارونو او نوښت مرکز رئیس کریس فال په یوې خبرپاڼې کې وویل: «په خپلواکې او پرمختللې مصنوعي ځیرکتیا د پوهېدو لپاره او پر ملي امنیت یې د اغیزو د معلومولو لپاره خپلواکې او دقیقې ارزونې ته اړتیا ده.»

د سوداګرۍ په وزارت کې دا اداره چې د حکومت له لورې د اې ای ماډلونو د ارزونې دنده لري، وايي، د لږ تر لږه ۴۰ ماډلونو ارزونه یې بشپړ کړې ده. په دې کې د مصنوعي ځیرکتیا هغه پرمختللي ماډلونه هم شامل دي چې تراوسه بازار ته نه دي وړاندې شوي.

د مصنوعي ځیرکتیا د معیارونو او نوښت د مرکز په وینا، د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختللیو سیستمونو جوړوونکي خپل ابتدايي ماډلونه د امنیتي ارزونې دپاره په داسې حال کې دغې ادارې ته سپاري چې د خوندیتوب محدودیتونه ورڅخه لیرې شوي وي.

د مایکروسافټ شرکت په یو بیان کې ویلي چې د متحدو ایالتونو د حکومت د ساینس پوهانو سره په ګډه د مصنوعي ځیرکتیا «د غیرمعمولي چلند» د ارزولو لپاره یې یو شریک کاري جریان رامینځته کړی دی.

مایکروسافټ په دغه بیان کې ویلي چې د بریتانیا د مصنوعي ځیرکتیا د امنیت له انسټیټیوټ سره یې هم ورته تړون لاسلیک کړی دی.

د رویټرز د رپوټ په اساس، ایکس اې ای په دې اړه سمدستي غبرګونه ندی ښودلی او ګوګل له نظر څرګندولو ډډه کړې ده.

تېره اونۍ د امریکا د جګړې وزارت وویل چې غواړي په پوځي برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول پراخ کړي او د همدې لپاره یې د اې ای له اوو شرکتونو سره هوکړه کړې چې خپل پرمختللي سیستمونه ددغه وزارت په محرمو شبکو کې پلې کړي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG