د متحدو ایالتونو د جګړې وزارت د جمعې په ورځ (د مۍ لومړۍ نېټه) اعلان وکړ چې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) له اوو مخکښو شرکتونو سره یې هوکړې کړې چې د مصنوعي ځیرکتیا پرمختللې وړتیاوې د پنټاګون په پټو شبکو کې ځای پر ځای کړي، داسې اقدام چې چارواکي یې د “اې آی لومړنی جنګي ځواک” بولي.
سپېس ایکس، اوپنایآی، ګوګل، اېنویډیا، رفلیکشن، مایکروسافټ او امازون به خپلې ټکنالوژۍ د پنټاګون د امپکټ لیول۶ او امپکټ لیول۷ محرمو شبکو په چاپېریال کې مدغم کړي، چې په ترتیب سره محرم او ډېر محرم معلومات اداره کوي.
پنټاګون په یوه اعلامیه کې وویل، دا هوکړې د دې لپاره دي چې "د معلوماتو ترکیب چټک کړي، د وضعیت درک لوړ کړي، او په پېچلي عملیاتي چاپېریال کې د جنګي پرسونل پرېکړه کول پیاوړي کړي."
په اعلان کې د انتروپیک نوم نه دی شامل، دا هغه AI سټارټاپ دی چې پنټاګون سږ کال د اکمالاتي ځنځیر د خطر په توګه یاد کړی و، ځکه چې د دې وسایلو د پوځي کارونې د چوکاټونو پر سر اختلافات رامنځته شوي و.
د جګړې وزارت د ټکنالوژۍ مشر امیل مایکل د جمعې په ورځ سي ان بي سي شبکې ته وویل چې انتروپیک لا هم د اکمالاتي ځنځیر خطر ګڼل کېږي، خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ ویلي وو چې دا شرکت د حکومت په نظر "په سم لوري روان دی."
دا تړونونه د جګړې د وزیر پېټ هګسیت د منصوعي ځېرکتیا د چټکتیا تګلاره پرمخ وړي، چې په جنورۍ کې اعلان شوې وه او هدف یې په پوځ کې د AI د کارونې پر وړاندې د بېرواکراتیکو خنډونو له منځه وړل دي.
پنټاګون وویل چې د دوی AI پلاتفورم، GenAI.mil، تر اوسه له ۱.۳ میلیونو څخه زیاتو دفاعي کارکوونکو کارولی، او د فعالیت په لومړیو پنځو میاشتو کې یې لسګونه میلیونه سپارښتنې تولید کړې دي.
وزارت ویلي چې داسې طریقه به وساتي چې د یو واحد عرضه کوونکي د انحصار مخه ونیسي، چې د خپل AI مشارکت لپاره اوږدمهاله انعطاف یقیني کړي.
فورم \ دبحث خونه