د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د اوو هیوادونو لپاره نوي سفیران ټاکلي


د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د نویو سفیرانو وړاندیز وزارت کړی او منظوري یې جمهور رئیس محمد اشرف غني ورکړې.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د نویو سفیرانو وړاندیز وزارت کړی او منظوري یې جمهور رئیس محمد اشرف غني ورکړې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي امریکا غږ ته وویل د دې وزارت په وړاندیز او د جمهور رئیس محمد اشرف غني په منظوري اوه سفیران د بیلابیلو هیوادونو لپاره ټاکل شوي چې د دې هیوادنو له موافقت وروسته به خپل کار پیل کړي.

نعمت الله سایر د جرمني،هیلینا ملکیا ایټالیا،عباس نویان سویډن،حسن سروش کاناډا،یوسف غفورزی ناروې،محب سپین غر مالیزیا او شهزاد آریوبي د چک جمهوریت لپاره سفیران ټاکل شوي دي.

ښاغلي احمدي وویل " په پام کې ده دغه سفیران به تازه له افغانستان څخه لاړ شي او خپل کار پیل کړي ځکه بعضې سفارت خانو سفیر نه درلودل او بعضې یې تبدیل شوي وو، کاناډا، مالیزیا، سویډن، ناروي، ایټالیا، چک جمهوریت او آلمان هغه هیوادنو دي، چې نوي سفیران ورلیږو".

بل خوا د جمهوري ریاست لپاره ځیني کاندیدان د جمهور رئیس غني لخوا د یو شمیر سفیرانو او د کابینې د وزیرانو تازه ګمارنې له وخته مخکې انتخاباتي کمپاینونه ګڼي.

د رحمت الله نبیل په مشرۍ د امنیت او عدالت انتخاباتي ټیم ویاند عارف کیاني امریکا غږ ته وویل، چې د جوزا له لومړۍ نیټې وروسته د جمهور رئیس غني کار د قانون د ۶۱ مادې پر اساس ختمیږي او ښاغلی غني چې د راتلونکو انتخاباتو کاندید دی له دولتي امکاناتو څخه ناوړه ګټه اخلي.

هغه وویل، چې دا نوې مقرریانې سیاسي او فرمایشي بڼه لري او په ټوله کې راتلونکو انتخاباتو ته مخکې له وخته کمپاین دی.

"تاسو ته معلومه ده چې دوه ورځې وړاندې یې دوه وزیران هم تازه په کار وګمارل او د ا خبرې ټولې له وخته مخکې انتخاباتي کمپاینونو پورې اړه لري".

د حنیف اتمر انتخاباتي ټیم څخه محمد ناطقي هم وایي، چې په اوس وخت کې د جمهور ریس غني له خوا مقرریانې ډیرې شوي او دا د سیاسي اختلافاتو لامل کیدای شي.

هغه وویل، چې دغه کار تر ډیره د کمپاین لپاره ترسره کیږي.

له دې وړاندې اجراییه ریس عبدالله عبدالله هم د وزیرانو شورا په ناسته کې د نوو مقرریانو په اړه ویلي وه، چې دغه کار سیاسي انګیزه لري.

هغه ویلي وه، چې د اجراییه ریس په توګه خجالت باسم چې یو وزیر ته مې وویل، چې له برطرفۍ یې نه یم خبر.

روانه اونۍ د جمهور ریس غني په امر مخابراتو او لوړو زدکړو وزارتونو ته نوي سرپرستان وټاکل شول.

په دې اړه ونه توانیدو د ارګ نظر ترلاسه کړو.

XS
SM
MD
LG