د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د پولیو کمپاین؛ نږدې ۱۳ میلیونه ماشومان واکسین کیږي

افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس په کې ماشومان ځپي
افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس په کې ماشومان ځپي

په افغانستان کې د پولیو ضد د واکسین سراسري کمپاین د نومبر په دویمه، دوشنبه، پیل شو. ټاکل شوې چې د دغه کمپاین په ترڅ کې به له پنځو کلونو کم عمره میلیونونه ماشومان واکسین شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونیسف ویلي، چې په افغانستان کې به ۱۲.۷ میلیون ماشومان د پولیو واکسین د تطبیق په دغو کمپاینونو کې واکسین شي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د پولیو واکسین اکثره تطبیقوونکي ښځې دي، د طالبانو له لوري پر ښځو د کار محدودیتونو له امله په ځینو سیمو کې ماشومانو ته د واکسین د رسولو بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل کلني راپور کې خبرداری ورکړی، چې پر ښځینه روغتیايي کارکوونکو د طالبانو سخت محدودیتونه، د روغتیا په برخه کې د مرستو بې‌ساری کمښت او د هم‌مهاله بحرانونو فشارونو په افغانستان کې ښځو او ماشومانو ته د روغتیايي او د درمل رسولو خدمتونه له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس پکې لا هم په خپرېدو دی. د روان میلادي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو لږ تر لږه ۴۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG