د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل کې د واک پر سر اختلاف؛ نتنیاهو او مخالفین یې ایتلاف جوړوي


Politics
Politics

په اسرائیل کې د صدراعظم بنیمین نتنیاهو سیاسي مخالفین تقریباً د یو ایتلاف جوړیدو ته نږدې شوي. دغه سیاسي مخالفین د چارشنبې تر ورځې د ائتلاف د جوړیدو لپاره وخت لري چې په جوړېدو به یې د ښاغلي نتنیاهو ۱۲ کلنه واکمني پای ته ورسیږي.

د نتنیاهو د «لکیود» ګوند د مارچ د میاشتې په انتخاباتو کې د پارلمان اکثریت څوکۍ ګټلې وې خو د حکومت په جوړولو کې ناکام شو. اوس د تلویزیون پخوانی نطاق یایر لاپیډ کوښښ کوي د نتنیاهو په خلاف ائتلاف جوړ کړي.

لاپید د چارشنبې تر ورځې وخت لري چې د پارلمان د ۱۲۰ څوکیو نه لږ تر لږه ۶۱ ایتلافي څوکۍ ولري.

په اسرائیل کې مطبوعات وایي چې ښاغلي لاپیډ کوښښ کوي د "بدلون بلاک" تر نامه لاندې داسې ایتلاف ولري چې ټولو ته پکې برخه ورکړل شوې وي. د هغه په ایتلاف کې سخت دریځ ملت پال نفتالي بینیت او په خټه عرب اسرائیل وکیلان شامل دي.

یایر لاپیډ غواړي چې بنیمین نتنیاهو له واکه لیرې کړي او په همدې خاطر هغه وړاندېز کړی چې واک دوره يي شي. ښاغلي لاپیډ ویلي چې نفتالي بینیت به په لومړۍ دورې کې صدراعظم وي.

بل پلو بیا صدراعظم نتنیاهو چې ۱۲ کاله کیږي په پرله پسې توګه د هیواد چارې په لاس کې لري، نن یکشنبه مې ۳۰ (غبرګولي ۹) د ایتلاف د جوړولو لپاره خپلې وروستۍ هڅې کولې .

نتنیاهو خپلو پخوانیو متحدینو ته چې نفتالي بینیت هم پکې شامل دی، د واک د شریکولو وړاندیز کړی.

هغه خبرداری ورکړی چې د ایتلاف نه جوړیدو په صورت کې به "خطرناک کیڼ اړخي" د اسرائیل مشري په لاس کې واخلي.

نتنیاهو چې ۷۱ کاله عمر لري، د ټګۍ، رشوت خورۍ او د باور او واک څخه په سرغړونو تورن دی، چې ښايي محکمې ته وړاندې شي،‌ خو هغه دا تورونه نه مني.

XS
SM
MD
LG