د لاس رسي وړ اتصالات

تیر ۲۴ساعتونه افغانستان کې ۹۱۵ تنه په کرونا ویروس اخته شوي


د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.
د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۹۱۵ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

روغتیا وزارت نن جمعه جون پنځمه (غبرګولې۱۶) ویلي چې په دې نویو پېښو سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر۱۸۹۶۹ تنو ته لوړ شو.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیره یوه شپه او ورځ کې د کروناویروس د ۱۵۷۰ مشکوکو سملونو معاینات شوي چې ۹۱۵ یې مثبت او پاتې منفي ثابت شوي دي.

له یادو پېښو څخه ۴۲۳ په کابل،۲۰۱ هرات، ۲۱ کندهار،۱۱۶ بلخ، ۱۱ پکتیا، ۷ ننګرهار،۴ وردګ،۳لغمان،۱۵ سمنګان،۲۹ کندز، ۲۱ فراه،۲۳کونړ،۲۰ هلمند، ۲۱ سري پل،

په تیره یوه شپه او ورځ کې په څلو ولایتونو هرات، بلخ، سمنګان او کندز کې د کرونا ویروس له امله ۹ تنه مړه شوي چې د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۳۰۹ تنو ته لوړ شو.

همدارنګه ۱۷۸تنه نور بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۱۷۶۳تنو ته ورسېد.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د نن جمعې تر غرمې جون پنځمه (غبرګولې۱۶) پورې ۳۹۱۲۸۴ کسان مړه کړي او څه باندې شپږ میلیونه نور پرې اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG