د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې څه باندې ۳۶زرو ته پورته شوې


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۲۱ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۱۲ تنه نور مړه شوي دي.

د روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور نن یکشنبه جولای ۲۶ (زمري ۵) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۷۴۱ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۱۲۱ یې مثبت ثابت شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۶۱۷۵ ته ورسېد.

له یادو پېښو څخه " ۳ په کابل، ۲۵ هرات، ۸ کندهار، یوه پکتیا، ۵ بلخ، ۹ بامیان،یوه ننګرهار، ۴ بادغیس، یوه کندز، ۳ دایکندي، ۴بدخشان، ۲ میدان وردګ،۳۰ خوست،۲۰ غور، یوه هلمند، یوه زابل او یوه ارزګان ولایت کې ثبت شوې ده."

ښاغلي سمسور همدارنګه وویل چې په تیره یوه شپه او ورځ کې په هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۱۲ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۲۵۹پورته شوو.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۸۷تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۲۵۱۸۰ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند په ځانګړي ډول د هرات، کندهار، خوست، غور، زابل او بلخ ولایت له اوسېدونکي څخه وغوښتل چې د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي لپاره د روغتیا وزارت لارښوونې عملي کړي.

هغه وویل که چیري افغانان په لوی اختر کې د کرونا ویروس مخنیوي لار ښوونې عملي نه کړي په هیواد کې د کرونا ویروس زیات خپرېدو احتمال شته.

د کرونایروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د نن یکشنبې تر ورځې جولای ۲۶مه (زمري ۵) په نړۍ کې د کرونا ویروس له امله ۶۴۴۵۳۷تنه مړه شوي او څه باندې ۱۶ میلیونه نور ورباندې اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG