د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه ۱۴۰ تنه کرونا نیولي،۱۲ نور مړه شوي


په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۴۵۰۳ ته پورته شو.
په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۴۵۰۳ ته پورته شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ویرس۱۴۰ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۱۲کسان مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت نن شنبه نومبر ۲۱ (لېندۍ لومړۍ) ویلي چې په تېره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۸۹۲ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۱۴۰یې مثبت وو.

ددې وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۴۵۰۳ ته پورته شو.

همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله د ۱۲تنو د مړینې راپور ورکړل شوی چې په دې سره د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۶۷۵تنو ته ورسېد.

د رسمي شمیرو له مخې تر دا مهاله ۳۵۴۲۲ تنه بیرته کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو، ډیر ژر په وبا واوښت او ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانز هاپګینز د پوهنتون د معلوماتو له مخې تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۵۴ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي او شاوخوا یو میلیون نور کسان د دغه ویروس له کبله مړه شوي.

XS
SM
MD
LG