د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې۲۷۳ شوې، شپږ تنه مړه شوي


د افغانستان د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې په هرات او دایکندي ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله دوه تنه مړه شوي چې په دې سره په دغه هیواد کې د کرونا ویروس له امله د مړو شوو کسانو شمېر شپږو تنو ته ورسېد.

د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار پرون ناوخته اپرېل دوهمه(وري۱۴) وویل کوم کسان چې د یاد ویروس له امله مړه شوي، یو تن ۷۰ کلن سړی په هرات او بله یوه ۶۵کلنه ښځه چې نورې ناروغۍ یې هم لرلې مړه شوي دي.

ښاغلي مایار زیاته کړه اوس مهال په هرات، دایکندي او بلخ ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله شپږ تنه مړه شوي او ۱۰ نور له دغه ویروس څخه بېرته روغ شوي دي.

هغه همدرانګه وویل چې په هرات، کابل، دایکندي، بغلان، پکتیا او کندهار کې د کرونا ویروس ۳۴ نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوي دي.

د ښاغلي مایار په وینا چې د یادو پېښو ۱۵ یې په هرات، ۱۴ یې کابل، دوې پکتیا او یوه ـ یوه په کندهار، دایکندي او بغلان ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ۲۷۳ ته ورسېد او د دې ترڅنګ د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې کرونا ویروس خپور شوی دی.کابل او هرات هغه ولایتونه دي چې نسبت نورو ولایتونو ته پکې زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

افغان حکومت له کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف د کابل په ګډون ګڼو لویو ښارونو کې قسمي ګرځ بندیز اعلان کړی او له خلکو یې غوښتي چې له اړتیا پرته ښارونو کې له ګرځېدو څخه ډډه وکړي.

له تېرو څو ورځو راپدېخوا ګڼې دولتي ادارې،تعلیمي او ښوونیز مرکزونه رخصت شوي او په ښارونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه هم کمه شوې ده.

روغتیا وزارت له خلکو غوښتي چې له یاد ویروس څخه د خوندي پاتې کېدو په هدف د دغه وزارت لارښوونې عملي کړي.

پر همدې مهال د افغان ولسمشر لومړي مرستیال سرور دانش دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې ښاغلي دانش له کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف له امنیتي ارګانونو غوښتي چې کابل ښار کې د ګرځ بندیز امر جدي ونیسي.

هغه وویل چې په نژدې راتلونکي کې به ۱۰۰۰۰ ټنه غنم هم پر اړینو کورنیو باندې ووېشل شي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکنس پوهنتون د معلوماتو په اساس دا ویروس تر دې دمه د نړۍ په شاوخوا ۱۸۱ هېوادونو کې خپور شوی، څه باندې ۵۳زره کسان یې مړي کړي‌او شاوخوا یو میلیون نور پرې اخته دي.

XS
SM
MD
LG