د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۵۲۱ ته ورسېدې


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه هیواد په ۱۱ ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۳۷ نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار نن جمعه اپرېل۱۰(وري۲۲) ویلي چې له دغو تازه پېښو څخه ۱۶ یې کابل،۸ په هرات، ۲ کندهار، ۲ لوګر، ۲ دایکندي، ۲ تخار، او یوه ـ یوه په بامیان، غور، بادغیس، پروان او نیمروز کې ثبت شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۵۲۱ ته ورسېد چې تر ټولو زیاتې یې په هرات، کابل او کندهار کې رامنځته شوي دي.

په پروان ولایت کې د کرونا ویروس د مثبتې پېښې په ثبتېدو سره اوس مهال کرونا ویروس د افغانستان په ۲۷ ولایتونو خپور شوی دی.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په دغه هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۱۵ تنه مړه شوي او ۳۲ نور له دغه ویروس څخه جوړ شوي دي.

روغتیا وزارت په راتلونکو ورځو کې په هیواد کې د کرونا ویروس پراخېدو خبرداری ورکړی او له خلکو څخه یې غوښتي چې له یاد ویروس څخه د خوندیتوب په هدف پخپلو کورنو کې پاتې شي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کروناویروس د نن جمعې تر سهار اپریل ۱۰ (وري ۲۲) پورې ۹۵۷۳۴کسان مړه کړي او تردوو میلیون زیات پرې اخته دي. دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۴ هېوادونو کې خپور شوی دی.

XS
SM
MD
LG