د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کروناویروس مثبتو پېښو شمېر نژدې ۲زرو ته ورسېد


له یادو پېښو څخه ۵۸ یې یوازې په کابل کې دي
له یادو پېښو څخه ۵۸ یې یوازې په کابل کې دي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کروناویروس د ۱۱۰ نورو مثبتو پېښوثبتېدو خبر ورکړ چې تر نیمايي زیاې یوازي په کابل ولایت کې ثبت شوي دي.

روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس د ۳۹۳ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۱۱۰ یې مثبت ثابت شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې د کروناویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۹۳۹ تنو ته ورسېد.

د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار نن چهارشنبه اپرېل ۲۹ (غوايي۱۰) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې له یادو پېښو څخه ۵۸ یې په کابل، ۱۵ کندهار، ۱۲ پکتیا، ۶ غزني، ۵ لغمان، ۵ ننګرهار، ۳ تخار، ۳ فراه، ۲ هلمند او کندز کې هم یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

ښاغلي مایار وویل چې په هیواد کې د کروناویروس مثبتې پېښې ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دي چې د مخنیوي لپاره یې باید خلک روغتیايي لارښوونې عملي کړي.

پر همدې مهال د افغانستان د زندانونو د چارو تنظیم اداره وايي، له تیرو دوو ورځو راپدېخوا د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ د زندانیانو د کرونا ویروس عاجل معاینات پیل شوي چې د ۴۷ زندانیانو معاینات مثبت ثابت شوي دي.

د زندانونو د چارو تنظیم ادارې ویلي چې په یادو کسانو کې یو تنه ښځینه زنداني، ۷ تنه د مخدره موادو د خاص زندان بندیان او پاتې نور د مرکزي زندان بندیان شامل دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د چهارشنبې تر غرمې اپریل۲۹ (غويي۱۰) پورې ۲۱۷۲۱۲ کسان مړه کړي او تر درې میلیون زیات پرې اخته دي.

دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې خپور شوی دی.

XS
SM
MD
LG