د لاس رسي وړ اتصالات

د کروناویروس د نوي ډول څپې بریتانیا منزوي کړه


اکثریت هیوادونو د برتانیې سره تګ راتګ بند کړی.
اکثریت هیوادونو د برتانیې سره تګ راتګ بند کړی.

په برتانیې کې د کرونا ویروس د نوي ډول د پیدا کیدو د اعلان نه وروسته یو شمیر هیوادونو د دې هیواد سره خپل سرحدونه تړلي او د الوتکو پروازونه یې بند کړیدي.

د برتانیې حکومت ویلي چې د کرونا نوویروس دغه نوی ډول په چټکۍ د خپریدو وړتیا لري.

د برتانیې صدراعظم بوریس جانسن ویلي چې د کروناویروس دا نوی ډول ۷۰ په سلو کې په چټګه توګه خپریږي. دا ویروس د لندن په ښار او د انګلنډ په جنوب کې لیدل شوی.

ښاغلي جانسن ویلي تر اوسه نده څرګنده چې آیا د کرونا ویروس دا نوی ډول وژونکی دی که او که نه او یا دا چې د څه ډول بیمارۍ سبب کیږي.

ښاغلي جانسن امر کړی چې په هغو سیمو کې چې د کرونا د ویروس نوی ډول لیدل شوی، جدي بندیزونه دې ولګول شي او د سلمانیو، ورزشي کلبونو او لامبو وهلو حوضونو په ګډون دې غیرې ضروري دکانونه او کاروبارونه وتړل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان هم ویلي چې متخصصین یې د دې نوي ویروس د تشخیص او نورو معلوماتو د تر لاسه کولو په هکله په اړیکه کې دي او نوي تر لاسه شوي معلومات به د حکومتونو او ولسونو سره شریکوي.

د برتانیې سره په تګ راتګ بندیزونه

د محدودیتو او بندیزونو په تازه اقدام کې سعودي عربستان نن دوشنبه، ډسمیر ۲۱(مرغومي۱) اعلان کړی چې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره ټول نړیوال پروازونه بند شوي او د یوې اوونۍ لپاره خپل ټول هوایي ډګرونه او بندرونه تړي.

د سعودي حکومت ویلي چې ممکن دا قیودات د یوې اوونۍ لپاره ادامه ولري.

هغه نړیوالې الوتکې چې اوس مهال په سعودي عربستان کې دي، کولی شي چې پرواز وکړي.

د سعودي عربستان تر څنګ عمان هم د دې ویروس د خپریدو د مخینوي لپاره اقدامات کړي.

د عمان دولتي خبري اژانس ویلي چې د یوې اوونۍ لپاره به هیڅ ددې هیواد نه هیڅ ډول تګ راتګ ونشي.

کویټ هم د برتانیې نه ټول پروازونه بند کړیدي.

د منځني ختیځ د دې هیوادونو تر څنګ، هند، روسیې، پولنډ، هانګ کانګ، فرانسې، جرمني، هالنډ، آیرلنډ، ایټالیا، بلجیم، فنلډ، سویس، رومانیا، کاناډا، ایران، ترکیې، اسرائیل، ارجنټاین، چلي، مراکش او یو شمیر نورو هیوادونو هم د برتانیې سره د الوتکو او ځمکې د لارې ټول تګ راتګ بند کړی.

د جان هاپکنز د پوهنتون معلوماتو پر اساس په برتانیې کې د کرونا ویروس د ۲ ملیون نه ډیر کسان نیولي او ۶۷ زره او ۵ سوه یې مړه کړیدي.

XS
SM
MD
LG