د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې ۳۵ تنه نور په کرونا ویروس اخته شوي


دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۸۶۴۱ ته ورسېد.
دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۸۶۴۱ ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس ۳۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي شوي دي.

روغتیا وزارت نن شنبه سپټمبر ۱۲ (وږې ۲۲) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۲۰۸مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۳۵ یې مثبت ثابت شوي دي.

له یادو پېښو څخه ۱ په هرات،۳ کندهار،۸ بلخ،۲ بادغیس او ۲۱ په غور ولایت کې ثبت شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۸۶۴۱ ته ورسېد.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړینې راپور نه دی ورکړل شوی او د مخکنیو معلوماتو په اساس په دغه هیواد کې کرونا۱۴۴۰ تنه مړه کړي دي.

همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۰ تنه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۰۷۱۵ ته پورته شوو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین هیواد د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شوو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۲۸ میلیونه کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې۹۱۵زره نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG