د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه ۳۲۱ تنه کرونا نیولي،۱۱ تنه نور مړه شوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د۳۲۱ مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۱۱کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن یکشنبه ډسمبر ۱۳ (لېندۍ ۲۳) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۶۵۵مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې په وینا یې ۳۲۱یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۹۲۷۳ ته پورته شو.

همدارنګه تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۱۱ تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۹۷۱ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۵۶ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر هم ۳۸۳۸۴ ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۷۱ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یومیلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG