د لاس رسي وړ اتصالات

تیر ۲۴ ساعتونو کې کرونا وبا افغانستان کې ۹ تنه مړه کړي


په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۳۲۰۷ ته پورته شوو
په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۳۲۰۷ ته پورته شوو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۱۰۲ مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۹ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن چهارشنبه جنورۍ ۶ (مرغومې ۱۷) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۶۹۱مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې په وینا یې ۱۰۲ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۳۲۰۷ ته پورته شوو.

همدارنګه تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کروناویروس له امله ۹ تنه مړه شوي چې په دې سره دکرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۲۵۳ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ۱۷۴ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۲۸۴۰ تنو ته لوړ شو.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۸۵ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یومیلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG