د لاس رسي وړ اتصالات

د کرونا تازه پېښې؛ افغانستان کې ۱۰۶ کسان په اخته شوي، ۷ نور مړه شوي


په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۳۶۹۰ ته پورته شوو.
په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۳۶۹۰ ته پورته شوو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۱۰۶ مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۷ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن سې شنبه جنورۍ ۱۲ (مرغومې ۲۳) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۲۰۲مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې په وینا یې ۱۰۶ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۳۶۹۰ ته پورته شوو.

همدارنګه تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کروناویروس له امله ۷ تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۳۰۸ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۴۷۲ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۴۶۰۸ تنو ته لوړ شو.

د افغانستان د روغتیا وزارت تیره اونۍ وویل سره له دې چې د کروناویروس دویمه څپه په افغانستان کې پای ته نه ده رسېدلې خو له تېرو څلورو اونیو راهیسې په دغه هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې په کمېدو دي.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۸۹ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یومیلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG